خبریال: عادل – د هلمند د هندواڼو مارکېټ ته راغلي کروندګر وايې چي پنځه ځایه په بېلابېلو نومونو پیسې ترې اخیستل کیږي، دوی له دولت غوښتنه کوي چې د دغه کار مخه دې ونيسي.
دوی ویل چې د مارکېټ، ښاروالۍ، ترانسپورټ، ټرافیک او دلالان هغه څوک دي چي له ۵۰۰ پاکستانیو کالدارو څخه نیولې تر ۲۰۰۰ پورې پیسې ترې غواړي.
د بُست د سبو او مېوو د ټولنې مشر هم یاده ستونزه مني او غوښتنه کوي چې خلګ دې له دې ستونزې خلاص شي.
د هلمند د هندواڼو لپاره که څه هم مالوم مارکېټ نشته خو اوس چې کوم ځای کې د هنداواڼو پلور ا و پېر کيږي د یوه کس خپله شخصي ځمکه ده چې له راتلوونکو موټرونو او ټکټرونو څخه تر ۵۰۰ کالدارو پورې غواړي خو ستونزه دا نه ده بلکې کروندګر وايې چې دلته نورې پیسې هم له دوی څخه اخیستل کیږي.
دوی وویل چې دلته دلالان دي چې دهرې یوې سودا څخه وروسته زر ۱۰۰۰ پاکستانۍ کالدارې غواړي او که دلالانو ته پیسې ورنکړې راغلي تجاران هم له خلکو سره سودا نه کوي ترڅو چې دلالان موجود نه وي.
د ښاروالۍ کارکوونکي بيا ۵۰۰ کالدارې غواړي ترافیک او همدا راز د ترانسپورټ ریاست لخوا هم په همدې سیمه کې خلک هڅول شوې چې خپلې اندازه پیسې ځینې راټولې کړي.
د بُست د سبو او مېوو د تولیدونکي او سوداګریزې ټولنې مشر حاجي سید رحیم ستونزه تایید کړه او ویې ویل چې ولایتي اداره دې دې ستونزې ته پام وکړي.
باید وویل شي چې سږکال د هندواڼو حاصلات هم یو څه ډېر شوي دي ولې کروندګر وايې چې که د مېوو لپاره مارکېټونه دغه ډول حالت ولري کروندګر به راتلوونکي کلونه زړه ورته ښه نه کړي.