موږ د بدلون اونیزې د دوو تېرو ګڼو، په دوو سټوریو کې، اول د هلمند ولایت ولایتي شورا او بیا ولایتي اداره تر نیوکو لاندې راوستې او په مشخصه توګه مو د ولایتي شورا مشر محترم کریم اتل او والي ښاغلی حیات الله حیات مخاطب کړل چې باید له خپلمنځي ناندریو څخه لاسونه سره واخلي، ځکه د دوی خپلمنخي اختلافات د دې سبب کیږي چې دولتي اداره کمزورې، ولس مایوس او د دوښمن پر ژرنده اوبه ور ماتې شي او دا به ډېر یو له عقله لیرې کار وي، خو له بده مرغه چې دغو دواړو ادارو، د دې پر ځای چې زموږ پر مثبتو نیوکو یې منطقي غور کړی وای، په ځانو کې یې، هم خپل او هم د ولس په خیر، مثبت اصلاحات راوستي وای، زموږ په وړاندې یې منفي عبرګونونه وښوول؛ موږ د دې غبرګونو، نه تفصیل ته ځو او نه هم خپه یو، خو یووار بیا په جدیت او لا زیات ټینګار سره د هلمند پر غونډه ملکي و نظامي اداره باندې ږغ کوو چې په خپل منځ کې سره یو او همږغي شئ، ځکه د افغانستان د اساسي قانون تر چتر لاندې ستاسو یو موټیتوب، نه یوازې د وطن او خلکو په ګټه دی بلکې په اول ګام کې ستاسو د عزت متضمن دی، په دې کار سره به ټولې اداري چارې په ډېره ښه توګه سمبال شي، خلک به راضي او ستاسو ملاتړي به شي! په نتیجه کې به دوښمن په حتمې توګه کمزوری او بالآخره یو مخ به له منځه ولاړ شي.
دا دی زموږ هدف او پېرزوینه!
وایي دوست به دې وژړوي او دوښمن به دې وخندوي، که موږ د خپلو چارواکو پر کمزوریو سترګې پټې کړو او د دوی بېکفایتۍ د دوی په کمالاتو کې ور حساب کړو نو دا به مو هم له خپلو ملي اهدافو څخه انحراف کړی وي، هم به مو له له خپلو شریفو هیوادوالو سره جفا کړې وي او هم به مو خپله له چارواکو سره غلطې کړې وي چې هیڅکله به دومره هراړخیز اشتباهات ونکړو.
موږ پر خپلو محترمو مسؤلینو ږغ کوو چې اول خو دومره سراښ کېږئ مه، چې لس ګوتې ټولې په یوه پلا په خوله منډئ او یو وخت مو ټوله دنیا ګوري چې خپله خوله مو خپله تر غوږو سره شلولې وي، بل پر خپل ملت او وطن زړونه وسوځوئ، نور یې په شرموونکو رشوتو و فسادو مه زوکلوئ!
تاسو باید په دې پوه شئ چې موږ ځکه ډېرې مخامخ، همېشنۍ او جدې نیوکې نه درباندې کوو چې د نظام د کمزورۍ تشویش لرو، ځکه موږ پوهیږو چې د نظام د کمزورۍ نتیجه، د افغانستان د غلیمانو، په ځانګړې توګه د پاکستان، قوي کېدنه ده، خو که تاسو په هر صورت تر خپلو شخصي ګټو پورې د خپل نظام د ضعف په کیسه کې نه یاست نو بیا موږ د خپل ولس په ملاتړ او د دوی د عزت او آرام خوندې کولو په هدف، ډېر جدي مخالفت در سره اعلانوو؛ دا به نو هغه وخت وي چې په لوی لاس به مو د خپل دوښمن پله ور درنه کړې وي او تاسو څه فکر کوئ چې تر دې به نو لوی حماقت بل څه وي؟
هیله ده چې نوره نو چاړه تر هډوکو سره و نه رسوو او تاسو باید دا هم زده کړئ چې د ولس زور د خدای زوردی؛ دا زور د خپلو بېځایه اختلافاتو په سبب د خپل غلیم موټو ته مه ور انتقالوئ او په ډېره هوښیارې سره یې د خپل دولت، ملت او مملکت په ګټه وکاروئ!!!
ومن الله توفیق
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۳ مه / پرلپسي ۹۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۳۱/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *