د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره
د افغانستان د مسلسلو بدبختیو له منځه کله- کله مثبت او ښه خوشحالوونکي خبرونه هم اورېدل کيږي؛ له دغسې خبرو څخه یو هم، چې ډېر امیدواروونکی دی، دا دی چې د هلمند سیند اوبه به مهاریږي.
په تهران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور ویلي چې تر دې وروسته به د هلمند سیند اوبه د یوې هوکړې له مخې په ایران ننوزي.
د ایراني رسنیو په وینا، نور له هغه هیواده غوښتي چې یو ګډ پلاوی وټاکي چې له افغان دولت سره له هلمند سیند څخه د ایران سیستان ته د روانو اوبو د وېش لپاره یوه هوکړه نهایي او لاسلیک کړي.
له بلي خوا ایران وایي چې افغانستان دې د هلمند اوبو اړوند پر هغه هوکړه وفا وکړي چې په ۱۹۷۳ کې شوې وه، په دغه هوکړه لیک کې ویل شوي چې له هلمند سیند څخه به د ایران سیستان ښار ته په هره ثانیه کې ۲۶- متره مکعبه اوبه ور ځي.
له افغانستان سره ګاونډي هیوادونه جدي ستونزې لري، دوی ځکه زموږ هیواد د آرام سا ته نه پرېږدي چې موږ هیڅکله له دوی سره د پولو او اوبو په باب حساب و کتاب ته کښېننو؛ دوی ځکه په مسلسله توګه د افغانانو وینې بهوي چې دوی ته د افغانستان اوبه مفت جریان ولري؛ دوی فکر کوي چې دوی ته به د افغانستان بې حسابه و کتابه اوبه تر هغه وخته وړیا ور رواني وي چې د افغان انسان ویني روانې وي.
که زموږ په هیواد کې د وینو فواري ودرېدې نو بیا زموږ خلک له بې هدفه خونرېزۍ څخه د خلاصون په صورت کې دا توان موندلای شي چې خپلې اوبه هم د نړیوالو قوانینو په رڼا کې مهار کاندي.
له بده مرغه چې زموږ په ځینو هیوادوالو کې د دغې مسئلې د درک لپاره عقل و شعور نشته، په لوی لاس یې د ایران و پاکستان په مخامخ غوښتنه او حکم سره په خپل وطن کې د بې مانا جنګ لمبو ته زور ور کړی او د پردیو په ګټه، هم د ځان او هم خپل افغان ورور وینې بهوي او په نتیجه کې یې زموږ اوبه او نورې شتمنۍ مفتي د پردیو په اختیار کې ور کړي دي.
د پسرلي د جنګي و خونړي موسم په پیل کې د هلمند د اوبو د کنټرول خبر یو ښه زېری دی، هیله ده چې زموږ افغانان او په خاص ډول درانه هلمندیان وروڼه دا زېری په نېک فال ونیسي او د دې تر څنګ د سولې د روانو خبرو د ملاتړ لپاره په یوه ږغ خپل ږغونه جګ کړي؛ ځکه که سوله راغله نو ور سره عزت، ثروت، مدنیت او ملي وحدت ټول راځي او که ناانساني و شیطاني جنګ روان وو نو، لکه پردیو هیوادو ته چې مو اوبه مفتي ځي، همداسې په مو ویني هم بهيږي، ابرو به مو توئيږي، سپین ږيري به مو زوکليږي، تور سري به مو ژړیږي او هیوادوال به مو لکه له اوبو څخه را ایستل شوي ماهیان پر وچه ځمکه تپیږي.
نور باید پرېنږدو چې هلمندی انسان د خپل ډک سیند پر غاړه له تندې مړ شي! او نور باید افغان انسان په خپلو وینو اوبه نه شي!
د جنګ د ابدي ختم، تلپاته سولې، آبداره هلمند او سمسور وطن په هیله!