غزل
كلـــه کـــله مــــې احســــاس پــه ځـــان كــې ورك شــي
بس هــــــر څـــه رانــه په لوی جهــان كـــــې ورك شــي
تــــوره شپـــــه تـــــوره تيــــــاره پـــــه زړه خـــوره وي
ځـــلاند ستــوري مې د زړه آسمـــان كـــــې ورك شــــي
سلسلــــې شـــــــي د غمــــــــونـــــــو راتـــــه جــــــوړې
شـــور د ژوند چــې مـې په ورك آرمـــان كـــې ورك شي
ستـــړی ژونــــد چـې مــــې ســلګۍ ســلګۍ تـیــریــــږي
د ژونــــد خـــوږ ګمـــان مـې خپـــل ګمان کې ورک شــي
هـــــــره خــوا ګـــــورم دا جهـــان راتــــه صـحــــــرا وي
امیــــــدونه مــــــې د زړه بیــــابـــــان کـــې ورک شــــي
ســــوړ شــي مـــــوړ شي زړه د لمــــر د دغــــه ژونــده
هغــــه ښـــه چــې مې په ښــــــه جانـــــان كې ورك شــي