په رڼو سترگو مې دی خیال کی زه تـــصویر جوړوم
دا مې وعده ده ستا وصال کې زه تــــقدیر جوړوم
د زړه په کور کې دې میلمه یم چاته ځای ورنه کړې
له زولنو سره خپل ځان په کــــې اســیر جـــــــوړوم
خلک به هر څه هر څه وایي ته مې زړه کـې ســـاته
له ارادو ســـره مې کلک داســـې ځنځـــیرجـــــوړوم
پام چې تر مرگـــه په شــا نشــــې دا میدان به گــټـــو
لکه قـــصه بیا د مجنـــون ورته نظیــــر جـــــوړوم
بیلتونه لاړ شه زمونږ منځ کې تاته ځای نشـــتـه دی
د مینې ژوند مې یو کتاب داســې تفسیــر جــــــوړوم
زه ( لمر) که تانه هر سومره شم لیرې سپینې سپوږمۍ
ستا رسېدو ته پل په پل داســـــې مســـیــــر جـــوړوم
هلمند ( لمر ) 1392/3/29