تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د هلمند د کډوالو چارو ریاست وايي، د ژمي په رارسېدو سره په دې ولایت کې له جګړې بېځایه شوې ۴۰ زره کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د هلمند د کډوالو رئیس سید محمد رامین وايي، دوی یوازې پنځه زره کورنیوته د مرستو رسولو توان لری او نورو ته چې له کلونو راهیسې د جګړې له کبله په لښکرګاه کې دېره دي او شمېر یې له ۴۰ زرو کورنیو اوړي، مرستې نه شي رسولی.
د ښاغلي رامین په خبره، په دغو کورنیو کې زیاتره یې د کورنیو بې ځایه شویو دي چې د جګړې له کبله یې خپلې سیمې پرې ایښې دي او د هلمند مرکز ته له راکډه کېدو وروسته په بد وضعیت کې ژوند تېروي.
په دغو کورنیو کې داسې هم شته چې له څلورو کلونو راهیسې په لښکرګاه کې دېره دي خو چا یې فریاد نه دی اورېدلی، دوی که څه هم روزګار او د سرپناه نشتون خپلې جدي ستونزې بولي، مګر حکومت بیا په ډیری ځایونو کې بې کوره شویو کډوالو ته یوازې عاجلې خوراکي مرستې رسوي.