تاند- د هلمند مدني ټولنې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ د تېرې شپې د خونړۍ پېښې په وړاندې د امنیتي ځواکونو د ځواب غوښتنه وکړه.
د سنګین ولسوالۍ د ميان رودي په کلي کې تېره شپه وروسته له دې چې وسله والو طالبانو پر ملي اردو حمله وکړه، د ملي اردو ځواکونو د مقابل لور ته د هاوان مرمۍ وویشتې.
راپورونه وايي چې د ملي اردو له لوري ویشتل شوې مرمۍ پر یوه کور، چې د واده مراسم پکې روان ول، ولګېدې او په نتیجه کې یې د ځینو راپورونو پر اساس ۲۰ او د ځینو نورو پر اساس ۲۶ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ژوبل شوي دي.
د دې پېښې اکثره قربانیان هغه ماشومان او ښځې دي چې د ناوې هرکلي ته راوتلي ول.
د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي: ډېری وخت په جګړه کې د ښکېلو خواو د بېغورۍ له امله ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.
نوموړي پر ښکېلو خواو يې غږ وکړ چې په دې پېښه کې دې د اوښتې مرګ ژوبلې ځواب ووايي.
همدرد له عدلي او قضايي اورګانونو ټينګه غوښتنه وکړه چې په سيمه کې د پېښې له پوره پلټنې وروسته له سيمه ييزو امنيتي مسؤلانو سره حساب وکړي څو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.
د ملي اردو ځینو چارواکو تایید کړې چې دا غمچنه پېښه د واده پر کور د دوی د هاوان د مرمیو د لګېدو په نتیجه کې شوې ده.
دوی وايي چې د هاوان مرمۍ یې د طالبانو د حملې په ځواب کې ویشتي دي.
پلټنه اوتحقيق ضرور دي.
پلټونکی بايد مسلکي منصوبن اوسی.
ولي:
زه دحربی پوهنتون ددريم تولګي محصل وم دپلچرخی په اراضي کی مو عمومي تطبيقات درلوده زه دپياده ګروپ په اول خط په موضع کی وم دتوپچی انداخت ختم دهاوان بطريه زمونز دخط شاته په نزدی مسافه کی ځای په ځای شوي وه.کله چه داور قومانده ور کړل شوه ترڅو اول خط ددشمن داور لاندی ونیسی دهاوان مرمۍ زمونز داول خط مخی ته په پنځه مترۍ کی ولګيدی.اونژدی وه چه خپل اول خط دمنځه يوسی.
دوستانو دا قصدی عمل نه وه بلکه دهاوان تو پونه دا ذاتی نيمګړ تياوي لری.چه زيادتره نقص دهاوان دمر ميو پوري ارتباط پيدا کوی .
. نو دواده مراسم قصدي شاېد نه اوسی بلکه تخنيکی پرابلم داحالت منځ ته راوړی.