کله چې په هلمند کې فساد خپل وروستي حد ته ورسېد، د مظلوم او بې وسه ولس پر سر معاملې پيل شوې، نو د هلمند ځينې ځوانان راپوروته شول او د فاسدو چارواکو د ظلم د مخنيوي لپاره يې هلمند مدني ټولنه جوړه کړه.

هلمند مدني ټولنې چې له جوړېدو يې دوه کاله تېر دي، د هر والي، ښاروال او نورو دولتي چارواکو سره چې په فساد کې يې لاس درلود، د دوی پر وړاندې خپل غږ پورته کړی دی، د فساد د مخنيوي، او ملي مسايلو په اړه تر ۹۰ ډېرې خبرپاڼې خپرې کړي دي، چې د سيمه ييزو رسنيو ترڅنګ ملي او نړيوالو رسنيو هم خپرې کړي دي.

ددې ترڅنګ يې سلګونه غونډې جوړې کړي دي، لسګونه مطبوعاتي کنفرانسونه يې ورکړي دي چې خپل ټول اسناد د ارشيف په ډول له ځان سره لري.

هلمند مدني ټولنه په هلمند کې هغه ټولنه ده چې هره ورځ ورته له بېلابېلو ولسواليو ډلې ډلې خلک راځي او خپلې ستونزې او مشکلات چې دولت يې نه ورته حلوي له دې ټولنې سره شريکوي او دولتي چارواکي يې ددې ټولنې له فشارونو وروسته حلوي.

هلمند مدني ټولنې چې څومره کارونه کړي دي، د فساد پر وړاندې يې څومره اوازونه پورته کړي دي همدومره د دولتي چارواکو لخوا له ډول ډول ننګونو او ستونزو سره مخ شوي دي، ددې ټولنې غړي تهديد شوي دي، ګواښونه ورته شوي دي، توطيې ورته جوړې شوي دي، چې له هر ستونزې او هرې توطيې خدای ج ددې ټولنې غړيو ته نجات ورکړی دی.

هلمند مدني ټولنې د داسې زورواکو او غاصبينو مخه هم ونيوله چې په رڼا ورځ يې دولتي پارکونه پر خلکو خرڅول او رهايشې نمرې يې ورکولې.

هره ورځ هلمند مدني ټولنې ته بېچاره ولس ور روان وي، په سرو سترګو خلک ژاړي، ډېری خلک له خپلو کورونو په زوره ايستل کيږي او کورونه يې د ولايت او ښاروالۍ د ګډې معاملې لخوا نورو خلکو ته ورکول کيږي.

هلمند مدني ټولنې د دوی پر وړاندې هره ورځ خبرپاڼې خپروي، مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي، غونډې جوړوي، دغه ټولنه داسې کره اسناد هم په لاس کې لري چې د ځينو غاصبينو لخوا ورته ويل شوي دي چې موږ به تاسې ته ونډه درکړو خو څه مه واياست، خو دا چې هلمند مدني ټولنه له بااحساسه ځوانانو او د پوهنتون له استادانو جوړه ده دوی ولايتي ادارې سره د جوړجاړي خبرې سره له دې چې په سختو ټکو رد کړي دي، د دوی پر وړاندې يې ګڼ مطبوعاتي کنفرانسونه هم ورکړي دي، دلته بله خبره هم بايد ياده شي چې بدبختانه په هلمند کې ځينې رسنۍ د دولتي ادارې تر اغېز لاندې دي، او پر حقيقتونو سترګې پټوي.

يادونه: هلمند مدني ټولنه د ځايي دولتي چارواکو د فساد کره شواهد له ځان سره لري، د اړتيا په صورت کې يې رسنيو ته ښودلی هم شي.

اوس په هلمند کې يو شمېر خلک چې په يوه نوم او بل نوم يې مدني ټولنې جوړې کړي، غواړي د هلمند مدني ټولنې سپېڅلي مبارزين بدنام کړي، او د دوی مبارزه پيکه کړي، خو د هلمند مدني ټولنې غړي به تر ټولو لومړی په هلمند کې د هغه ټولنو مخه ونيسي او پر وړاندې به يې مبارزه وکړي چې، د خپلو شخصي موخو او په فساد کې ښکېلو دولتي چارواکو سره د معاملې په موخه فعاليتونه کوي.

په دې وروستيو کې ځينې داسې ټولنې هم د دولتي چارواکو لخوا جوړې سوې چې دوی خپل ځانته پرې برآت ورکړي او خلکو ته داسې وښيي چې ګواکي مدني ټولنې له فاسدو دولتي چارواکو سره جوړې دي او دوی په هيڅ ډول فساد کې لاس نه لري.

دغه ټولنې چې دولتي چارواکو د خپل د فساد بوی د ورکولو په موخه جوړه کړي دي، هلمند مدني ټولنه به ډېر ژر دغه فاسد چارواکي او د دوی لخوا جوړې سوې ټولنې په ګوته او ولس ته به يې په ډاګه کړي.

هلمند مدني ټولنه چې په دغه ولايت کې بنسټګره بلل کيږي ۳۸ بېلابېل نهادونو تر خپل چتر لاندې لري.

دغه ټولنه د ښه فعاليت او پاکې مبارزې لپاره د نورو ټولنو پر جوړېدو وياړي خو هغه ټولنو او تش په نوم مدني فعالانو ته به اجازه ورنکړي چې د فاسدو او زورواکو په اشاره کار کوي.

دغه ټولنه خپل غوڅ دريځ لري، د دوی دريځ دا دی چې د پاکو چارواکو ملا به تړي او د فاسدو دولتي چارواکو پر وړاندې به خپله مبارزه روانه ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *