هلمند مدني ټولنې د يوې ناستې پر مهال د فرانسې هېواد څخه خپريدونکې طنزي مجلې پر پوښتۍ باندې د اسلام د ستر پېغمبر محمد ص خيالي کاريکاتور جوړول پر اسلامي مذهب لوی تېری وباله.
د يادې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل: مذهب ته سپکاوی کول د تاوتريخوالي رامنځته کول دي.
هغه وايي، په ټوله کې بايد مذهب ته احترام وشي او هيڅوک بايد مذهب تر شخصي دښمنۍ قربان نه کړي.
سردار محمد همدرد وايي: (( اسلام يو سپېڅلی دين دی او مسلمانانو هر وخت پر خپل دين سرونه قربان کړي دي، موږ خپل مذهب ته سپکاوی په هيڅ حالت کې نه شو زغملی او دا کار چارلي ابدو مجلې خبريالانو کړی په سختو ټکو غندو.))
همدرد دا هم وويل چې، د فرانسې هېواد په دغه کړنه به له دوی سره د اسلامي نړۍ کرکه ډېره شي او له دوی سره په اړيکو کې به ځنډ او خنډ رامنځته شي.
دغه راز د هلمند مدني ټولنې غړي وايي: د فرانسې هېواد بايد د هغه سپکاوي په اړه چې د اسلام مقدس دين ته يې کړی دی بخښنه وغواړي.
دوی دا هم وايي، که د ياد سپکاوي په اړه بخښنه ونه غوښتل شي نو ښايي په اسلامي نړۍ کې تاوتريخوالی نور هم ډېر شي.
د فرانسې چارلي ابدو مجله وروسته له هغه چې د اسلامپالې وسله والې ډلې له لوري د دوی پر دفتر بريد وشو او ددې مجلې لس تنه خبريالان پکې ووژل شو نو له يوې اونۍ تېرېدو وروسته يې يو ميليون ګڼې ټولې نړۍ ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شوې او د يادې مجلې پر پوښتۍ د اسلام د ستر پېغمبر محمد ص خيالي کاري کاتور جوړ شوی دی، دغه کار په ټوله کې اسلامي نړۍ راپارولې ده او د امريکا ترڅنګ د نړۍ په لر او بر کې ځينو رسنيو هم غندلی دی.