د هلمند مدني ټولنې په خپل لایت کې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې په احترام اوربند وکړي او د دغه ولایت خلک پرېږدي چې د خدای د عبادت میاشت په سوله کې تېره کړي.
د هللمند مدني ټولنې له وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو په داسي حال کې دا غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو په تېره بیا سنګین کې سخته جګړه روانه ده. په دې جګړو کې په لسګونو ملکیان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو له مخې په سلګونو کورنۍ اړ شوي چې نورو سیموو ته ولېږدي.
د هلمند مدني ټولنې په یوه خببرپاڼه کې ویلي:
«دهلمند مدني ټولنه پرټولو ښکيلو غاړو ږغ کوي چي د روژي مبارکي مياشتي په رارسيدو سره د جګړي دواړه لوري ډزبنديزوکړي ترڅو ملکي وګړي او د جګړي په ډګرکي دواړي لوريو ته پراته اوسيدونکي په ارامه د روژي مياشت تيره کړي
دهلمند مدني ټولنه دهيواد پرټولو خلګو ږغ کوي چي دبي وزلو لاس نيوي وکړي او په هيوادکي د شته ناچارو خلګو پرحال پوښتنه او دهغوي سره مرسته وکړي.»
د هلمند د مدني ټولنې په وینا په دغه ولایت کې تراوسه پوري شاوخوا لس زره تنه بې ځايه شوي کډوال په مختار کمپ کې ځای پرځای شوي او پر دې سربېره له تيرو څو ورځو راهيسي د هلمند په شمالي ولسواليو کې د جګړې له امله شاوخوا۴۰۰۰ زره نورې کورنۍ هم بې ځايه شوي چي د اسانتياوو د نه شتون له امله په يوه دښته کې له سختوستونزو سره لاس او ګريوان دي.