تاند- افغان امنیتي ځواکونه تېره شپه وتوانېدل وسله وال طالبان د ناوې ولسوالۍ له هغو سیمو وباسي، چې دې ډلې د چهارشنبې په ورځ نیولې وې.

راپورونه وايي چې طالبانو د ولسوالۍ ډېرې برخې نیولې وې او د ولسوالۍ پر دفترونو یې جګړه روانه وه چې سیمې ته د کومکي ځواک له رسېدو سره وضعیت بدل شو.

د هلمند والي حیات الله حیات، چې ویل کېږي تېره شپه په خپله ناوې ولسوالي ته تللی و، نن رسنیو ته وویل«طالبانو تېره شپه غوښتل چې د ناوې د ولسوال او امنیه قوماندانۍ ودانۍ ونیسي، خو افغان ځواکونو کلک ګوزار ورکړ او د سختو مرګ ژوبلو له وراړولو وروسته یې په شا وتمبول.»

Helmandښاغلي حیات ونه ویل چې په دې جګړه کې څومره وسله وال طالبان ووژل شول خو ویې ویل چې په لسګونو وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ده دا هم وویل چې په دې نښتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

طالبانو بیا ویلي چې په ناوه ولسوالي کې یې یو شمېر پوستې نیولي دي.

افغان امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې د لشکرګاه په ۳ کیلومترۍ کې د چاه انجیر ستراتیژیکه سیمه له طالبانو بېرته ونیوله خو لا هم نه دي توانېدلي چې د باباجي سیمه او دغه راز په نادعلي، خانشین، ګریشک، مارجه او سنګین کې یو شمېر له لاسه ورکړي پوستې بېرته ونیسي.

ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې نن ویلي چې طالبانو پرون /چهارشنبه/ د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه ښار په لور له پرمختګ سره هممهاله یو شمېر پُلونه ونړول چې دغه ښار ته د تګ راتګ لارې بندې شي.

د هلمند والي حیات الله حیات هم د طالبانو له لوري د پُلونه نړېدا تاییدوي، وايي، د طالبانو شمېر لږ دی خو دوی پُلونه نړوي، په لارو کې ماینونه ږدي او د خلکو له کورونو څخه د ډال په توګه کار اخلي او په دې ډول جګړه اوږدوي.

ده وویل«د طالبانو بشپړ له منځه وړل یو څه وخت غواړي. موږ نه غواړو چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبلې واوړي. کني ډېره اسانه ده په کوم کور کې چې طالب وي هغه کور یو مخ ونړوو خو موږ د دې لپاره چې خلکو ته تاوان ونه رسېږي حتي پر هغه کور ډزې نه کوو.»

له تېرو ۱۰ ورځو راهیسي طالبانو د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې حملې اوج ته رسولي دي. د طالبانو د حملو له کبله په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوي او اکثره ماشومان، ښځې او بوډاګان سختو مرستو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *