خبریال: عادل: د هلمند والي وايي، طالبانو د دې ولايت د باباجي حوزې او لوی مانده سيمو کې وسله وال بريدونه پيل کړل څو نادعلي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار ونيسي خو دوی يې مخه ونيوله.

ميرزاخان رحيمي نن /سې شنبه/ خبریالانو ته وویل، افغان امنيتي سرتېرو وکولی شول چې د دولت وسله وال مخالفان په شا وتمبوي.

والي وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو په سيمه کې بريدونه پيل کړي خو د افغان امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې درانه تلفات وراوښتي دي.

نوموړی وايي، په سيمه کې د یو شمېر طالبانو جسدونه د جنګ پر ميدان پاتې دي او نور په شا تمبول شوي دي.

والي په دې جګړه کې يوازې د څو تنو افغان امنيتي سرتېرو مرګ ژوبله هم ومنله.

نوموړی وايي، طالبانو پلان درلود چې نادعلي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار ته ننوځي او سيمه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

هغه وويل، يو شمېر وسله وال طالبان يې ژوندي نيولي دي چې اوس امنيتي ځواکونه ورڅخه پوښتنې – ګروېږنې کوي.

په نيول شويو طالبانو کې د ځينو غټو طالب قوماندانو خبرې هم کيږي.

په هلمند کې دغه جګړه له تېرو درې ورځو راهيسې پيل شوې ده، دواړه غاړې يو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو دعوه کوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دې جګړه کې د ۲۰ افغان امنيتي سرتېرو او تر ۳۰ د ډېرو طالبانو وژل کېدل تاییدولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *