بصيرالحق عادل – د هلمند ولايتي شورا د مشر محمد کريم اتل په نوښت دغه غونډه چې د هلمند بېلابېلو ځوانانو ګډون پکې کړی و، د هلمند ژغورنې په اړه پکې بېلابېلې طرحې وړاندې شوې.

دغه غونډه چې «هلمند څنګه ژغورلی شو؟» تر سرليک لاندې جوړه شوې د هلمند د ولايتي شورا غړيو، مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو او ژورنالېستانو ګډون کړی و.

غونډه کې پرېکړه شوه چې ټول هلمند ميشتي ځوانان، مدني فعالان، د ولس استازي او نور ځوانان د ولس او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي، ترڅو د دولت لخوا خلکو ته په رښتيني ډول خدمات وړاندې شي.

دغه راز هلمند ته د مرکزي دولت پام را اړول، هلمند د امنيتي ځواکونو ترمنځ پر يووالي ټينګار، کرنيزو توکو ته بازار موندنه، د پوهنې بهير پياوړي کول، بې کاري له منځه وړل هغه موضوعات و چې ګډونوالو خبرې پرې وکړې.
د هلمند ولايتي شورا د مشر په نوښت دغه جوړه شوې ناسته کې پرېکړه وشوه چې هلمند کې به د ځوانانو، مدني فعالانو او ټولو هلمند ميشتو يوه ګډه اجماع جوړوي څو د هلمند کې د شته ستونزو په اړه خپلې طرحې دولت ته وړاندې کړي ترڅو يې حل لارې پيدا شي.

که څه هم افغانستان کې په دغه ډول غونډو خلک ډېر باور نه کوي او داسې نيوکه پرې کيږي چې تر غونډې وروسته بيا کړې خبرې او ژمنې نه عملي کيږي، خو د هلمند ولايتي شورا د مشر له لوري په دې وروستيو د دغه ډول غونډو جوړول د هلمند ولس هېله مند کړی دی، چې ښايي ښې پايلې به ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *