تاند، دوشنبه، میزان ۱: د هلمند د ولایتي شورا یو غړی او ځینې خلک وايي، د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د یوه واده پر مراسمو په هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

خو د ملي امنیت ریاست او د هلمند ولایتي اداره دا ادعا نه مني.

د ولایتي شورا غړی عبدالمجید آخندزاده زیاتوي، برید تیره شپه د موسی کلا په کنجک سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ترسره شوی دی.

په همدې حال کې ویل شوي چې په سیمه کې مځکني عملیات هم شوي دي.

د ولایتي شورا غړی متین اخوندزاده، چې ادعا لري ۴۰ ملکیان وژل شوي، دا هم وايي چې پر واده هغه مهال بمباري وشوه چې طالب وسله والو د واده د ګډونوالو په منځ کې د ځان د پټولو هڅه وکړه.

د اخوندزاده په وینا، طالب وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له ډاره د واده ځای ته پناه وړې وه.

خو اخوندزاده په دې باب بې خبري ښيي چې ایا طالبان هم وژل شوي او که نه دي.

 دفاع وزارت وايي چې ۲۲ یاغیان وژل شوي چې لږترلږه ۵ تنه یې بهرنیان دي.

طالبانو ویلي چې د افغان ځواکونو په دوو چاپو کې عام ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست بیا وايي چې د موسي کلا ولسوالي مرکز ته نژدې د تخته پُل په سیمه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي او مځکنیو عملیاتو کې د القاعده د ۵ غړیو په شمول ۱۴ طالبان وژل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په القاعده شبکې پورې تړلې ۳ ښځې، چې په انګلیسي او اردو ژبو یې خبرې کولې نیول شوي دي.

د هلمند د والي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ۱۴ یاغیان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۶ بهرنیان دي.

 څو ورځې وړاندې د ننګرهار په خوږیاڼو کې هم هوایي برید ۸۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، خو امریکایانو بیا وویل هلته د برید پر مهال داعشیان د جلغوزې ټولوونکو ډلې ته ننوتي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *