تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د هلمند سیمه ییز چاواکي وايي، د دې ولایت په ۸ ولسوالیو کې ټاکنو ته چمتو دي خو ۵ ولسوالیو کې به یې د لوړ امنیتي ګواښ له کبله ټاکنې ونه شي.
باغران، موسی کلا، نوزاد، خانشین او دیشو هغه ولسوالۍ یادې شوې دي چې د طالبانو په ولکه کې دي او ټاکنې په کې نه شي کېدای، خو د هلمند امنیه قومندان احسام الدین وايي، د لښکرګاه په شمول د اتو ولسوالیو ۷۵ مرکزونو کې به د ټاکنو لپاره کلک امنیت ونیسي: (( لکه څرنګه چې اوس امنیتي وضعیت ارام دی داسې به د ټاکنو په ورځ هم ګډ ټیمونه د خلکو امنیت ټینګ وساتي.))
بلخوا د هلمند د ټاکنو کمېسیون رئیس شبیر احمد حامد وايي، دوی یوازې په ۷۵ مرکزونو کې ټاکنو ته چمتووالی نیولی دی: (( سنګین او کجکي ولسوالیو ته مو د امنیتي ګواښونو له امله حساس توکې د چورلکو له لارې استولي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د کمپاینونو ۲ میاشتنۍ دوره تېره شپه دولس بجې پای ته ورسېده او ۳ ورځې د سکوت دوره پیل شوې چې د میزان په ۶مه به ټول ولس د خپلې خوښې نوماندان ته د رایې ورکولو لپاره راووځي.