تاند- تېره شپه د هلمند ولایت په مرکز لشکر ګاه کې یوه ترهګر ځان والوزاوه او ۱۶ نور یې ژوبل کړل.

تروریست، چې په موټر کې سپور و، د شپې په اوه نیمې بجې غوښتل چې ځان د پولیسو پوستې ته ورسوي.

د شاهدانو په قول د تاند د راپور له مخې په دې تروریستي برید کې ۱۴ ملکیان او ۲ پولیس ټپیان شول.

1 1د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک هم له نورو رسنیو سره په خبرو کې د ټپیانو شمېر تایید کړ.

خو ځواک وویل چې د تروریست د حملې هدف ورته څرګند نه دی.

دا برید وروسته له دې وشو چې د کندهار د معروف اوسېدونکو د پاکستاني پوځیانو د وړمې شپې په ړندو حملو کې د یوه ملکي افغان د وژل کېدو په بدل کې د شنبې په ورځ یو پاکستانی پوځي وواژه.

د ملګروملتو د راپور پر اساس د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې (د جنورۍ له لومړۍ د جون تر پایه) د طالبانو له لوري په حملو کې ۱۵۶۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۳۲۹۰ نور ژوبل شوي دي.

0 thoughts on “د هلمند په تروریستي برید کې ۱۶ افغانان ژوبل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *