د هلمند امنيتي مسؤلان وايي، په دغه ولايت کې د ذوالفقار په نوم عملياتو کې يې په سنګين او تريخ ناور کې ګڼې سيمې نيولي دي.

د هلمند د پوليسو قومندان پاسوال نبي جان ملاخيل رسنيو ته ويلي دي په دغه ولايت کې روان عمليات تر دې دمه بريالي روان دي او ګڼې لاسته راوړنې لري.

ملاخيل وايي، دوی تر دې دمه د لسګونو وسله والو د ژولو او ژوبلولو ترڅنګ ګڼ ماينونه شنډ کړي دي.

امنيه قومندان وويل: دوی په عملياتو کې له بېلابېلو تکتيکونو کار اخلي او هڅه کوي چې ملکي وګړي ژوبل نه شي.

بل پلو په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مرستيال وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د سنګين ولسوالۍ په جنوبي سيمه کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ۵ وسله وال وژلي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.

مطبوعاتي مرستيال بريدمل نصيب ګل وايي، چې د ماين جوړولو يوه فابريکه يې له ۳۳ کړۍ ماينونو سره هم له منځه وړې ده.

امنيتي ځواکونه وايي، چې تر دې دمه عمليات په پوره برياليتوب روان دي، دوی وايي تر دې دمه نه امنيتي او نه هم ولسي وګړو ته کوم زيان اوښتی.

د ذوالفقار په نوم عمليات په هلمند کې د ټولو ځواکونو په همغږۍ شاوخوا يوه اونۍ وړاندې پيل شول چې د ځايي امنيتي ځواکونو له قوله تر دې دمه ګڼې لاسته راوړنې لري، دوه ورځې مخکې د هلمند امنيتي مسؤلينو جنوبي ولسواليو ته هم د خپلو عملياتو د پراخولو خبر ورکړ.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

One thought on “امنیه قومندان: هلمند په روانو عملياتو کې ګڼ پرمختګونه شوي دي”
  1. هسی به خپلی ښځی کونډی اومیندی په ځان بوری کړۍ،
    طالبانو ته ستاسو بادارانو شکست ورنکړو تاسو په څه کی یاستۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *