د هلمند امنیتي چارواکګي وايي نن غرمه مهال د سنګین ولسوالۍ د شکرشلي په سيمه کې د موټربمي چاودنې په نتیجه کې۷ نظامي پوليس او ۸ ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې برید کې، چې د يو کرولا موټر په وسيله پر افغان امنيتي ځواکونو وشوه، دوه نظامي پوليس او پنځه ولسي وګړي ووژل شول.
ځیني نور راپورونه په دې برید کې د ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو یادونه کوي.
ځواک وايي، په دې پېښه کې ۴ پوليس او درې ملکي وګړي هم ژوبل دي چې د هغو په منځ کې يوه ښځه او دوه ماشومان دي.
چارواکي وایي ځانمرګي بریدګر په موټر کې پسونه بار کړي وو او په همدې پلمه یې غوښتل پوځي اډې ته ننوځي..
تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.