تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د هلمند ولایت په یوه ولسوالۍ کې د افغانستان د ملي اردو د یوه قومندان او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند شوی دی.

نیویارک ټایمز دا راپور د افغانستان د حکومت او پولیس چارواکو په قول وروسته له دې خپور کې چې د روانې اوونۍ په پیل کې هم په هلمند کې د وسله والو طالبانو او ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ د اوربند خبرونه خپاره شوي ول خو د افغانستان دفاع وزارت رد کړل.

نیویارک ټایمز د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې اوربند په راتلونکي کال کې له افغانستانه د نړیواله ځواکونو تر وتلو د مخکې تر مخکې معاملو برخه بللی دی.

ورځپاڼه وايي چې په سنګین کې د شوي اوربند جزییات لا سم څرګند نه دي خو د افغانستان ملي اردو د سې شنبې په ورځ سیمې ته یو پلاوی واستاوه چې په دې اړه څېړنې وکړي.

سنګین په هلمند کې یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې له پوځي عملیاتو سره سره طالبان پکې تصفیه شوي نه ول. او په عین حال کې دا ولسوالي د امریکايي او بریتانیايي پوځیانو لپاره تر ټولو خونړۍ او وژونکې ولسوالي ګڼل کېږي.

د دې ولسوالۍ امنیتي چارې د سږ کال په لومړیو کې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.

نیویارک ټایمز وايي، د سنګین د مرستیال ولسوال او د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان په شمول د څو تنو په وینا، چې د موضوع په اړه یې معلومات لرل، د معاملې پراساس ملي اردو د تلاشۍ دوې پوستې طالبانو ته سپارلي دي.

تر دې مخکې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو امنیتي ځواکونو ترمنځ د سولې یا اوربند په اړه په یوه راپور کې ویلي و:
د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د سیمه ییزو افغان امنیتي ځواکونو او طالب قوماندانو تر منځ اوربند په دې هېواد کې ممکن د ملي سولې د یوه تړون چوکاټ رامنځته کړي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ رسمي خبرې ممکن بیخي په ټپه درېدلې وې، خو په سیمه ییزه سطحه د سولې مذاکرې د افغانستان په ډېرو غرنیو او لرې پرتو سیمو کې دوام لري.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د آیساف، ډیپلوماټانو او پخوانیو افغان چارواکو له خولې لیکي، د افغانستان په ځینو ولسوالیو کې د ملي پوځ او ملي پولیسو قوماندانان له طالبانو سره په اوربند سلا شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا غیر رسمي جوړ جاړی که په ځینو مواردو کې د قومي یا کورنیو اړیکو له مخې تر سره کیږي؛ د یوې پراخې ملي سولې او پخلاینې لپاره لار هم هواروي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي، په زیاتو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو جګ پوړي قوماندانان وایي، طالبان د سیمه ییزو خلکو او قومونو له خوا تر سخت فشار لاندي دي او دا ځکه چې هغوی د وسله والو د ګواښونو او په سړک کې د ښخو شویو ماینونو له چاودنو څخه بیخي په تنګ شوي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا د پوځ قوماندانان له اوږدې مودې راهیسې دا خبره کوي چې؛ د افغانستان جګړه د جګړې په ډګر کې نه ختمیږي، بلکې د خبرو له لارې سوله ییز حل یې یوازینی حل دی.

ورځپاڼې د نړیوالو ځواکونو د یوه جګ پوړي قوماندان دا خبره راخیستې؛ چې وایي، موږ هیڅکله نه دي غوښتي او نه غواړو چې، افغان امنیتي ځواکونه دې له طالبانو سره تر وروستي سړي پورې وجنګیږي. د قوماندان په وینا، له وسله والو سره اوربند په ځینو مواردو کې ممکن د سولې د راتلو نښې نښانې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *