د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ ښوونکي وايي چې له تېرو درو میاشتو راهیسي معاشونه نه دي ورکړای شوي.
د سيمې یوه ښوونکي رسنيو ته وويل له تېرو درې مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکول شوي، دی وايي کله چې د پوهنې رياست ته ورشي نو ورته وايي چې له قرارداد کولو وروسته به مو ستونزه حل شي.
عزت الله د هلمند د مارجې ولسوالۍ له هغه ښوونکو دی چې له تېرو درې نيمو مياشتو راهيسې يې تنخوا نه ده اخيستې، نوموړي وويل، په دغه ولسوالۍ کې د ۱۷ بېلابېلو ښوونځيو ۸۷ ښوونکو ته نږدې څلور مياشتې معاشونه نه دي ورکول شوي.
نوموړي وويل: (( موږ چې د پوهنې رياست ته ورشو نو هلته راته وايي چې قردادونه وکړئ، اوس مو درېيم وار دی چې قرارد کوو خو کله يوه بهانه راته کوي او کله بله بهانه او تنخوا نه راکوي)).
بل پلو بيا د دغه ولايت د پوهنې رئيس وايي چې د يادو ښوونکو ستونزه يې جدي نيولې ده، د ښوونکو لخوا پر وخت د قرارداد کارونه نه خلاصول هغه څه دي چې د ده په خبره د ښوونکو معاشونو د ځنډتيا يې رامنځته کړې ده.
عبدالمتين جعفر چې د هلمند د پوهنې رئيس دی رسنيو ته وويل: (( څو وار مو ښوونکو ته وويل چې د قرارداد کارونه مو پر وخت خلاص کړئ چې بيا ستونزه رامنځته نه شي، اوس ما د دوی ستونزه جدي نيولې ده، کابل ته هم د دوی په خاطر ولاړم، ستونزه يې تر ډېره حل شوې ده چې تخصيص يې راشي معاشونه ورکول کيږي)).
د هلمند د پوهنې رئيس وايي: چې د مارجې ولسوالۍ د ۸۷ ښوونکو ستونزه يې تر ډېره حل کړې ده او په نږدې راتلونکي کې به د دوی ټول معاشونه يو ځای ورکړل شي.
په هلمند کې وخت نا وخت د بېلابېلو ولسواليو ښوونکي د معاشونو د ځنډ څخه شکايت کوي؛ خو د دغه ولايت د پوهنې مسؤلين بيا خپله ښوونکي او د مرکزي اداره د معاشونو په ځنډېدو کې پړه بولي.