د هلمند په مرکز لشکرګاه کې نن د موټر بم چاودنې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه بريد غرمه مهال ۱۱ بجې د ولايتي ادارې څنګ ته د ولايتي شورا د مشر پر دفتر شوی دی. ویل شوي چې د حملې په مهال په هلمند کې د برمته ګرۍ د مخنیوي پر لارو چارو د غور لپاره غونډه روانه وه.

خو نور راپورونه وايي چې برید د ولایت پر ودانۍ شوی دی.

يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وويل، بريد د هلمند ولايتي شورا د مشر پر دفتر شوی.

د لومړنيو مالوماتو له مخې په دغه موټر بم چاودنه کې ۶ ملکي کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي، په ژوبل شويو کې د هلمند ولايتي ادارې وياند عمر ځواک، د نادعلي ولسوال، د ولايت پخواني ادارې رئيس د بست خصوصي پوهنتون يو استاد او د ولايت مامورين دي.

بل پلو د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار رسنيو ته ويلي دي چې بريد د مازدا موټر په وسيله شوی چې ۷ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *