خبریال: بشیرالحق عادل – د هلمند ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر چې کجکي ولسوالۍ ته د يو ګډ پلاوي سره د امنيت د ارزونې په موخه تللی وايي، په سيمه کې امنيتي حالات په ښه کېدو دي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د هلمند په شمالي ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی چې له سنګینه وروسته، موسی قلعه، نوزاد او څو اونۍ وړاندې جګړه کجکي ولسوالی ته وغځېده چې په دې ولسوالۍ کې یې هم ډېری سیمي اغېزمنې کړې.
د جګړې سیمې د نږدې ليدلو او د امنيت دارزولو لپاره د هلمند ولایت ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر له یوه ګډ پلاوي سره ددې ولایت کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ.
بشیر ا حمد شاکر له سيمې انتخاب ويب پاڼې ته د ټليفون پر کرښه وویل چې جګړه اوس په دې سیمه کې قابوشوی او امنیتي ځواکونو ترمنځ د همږغۍ د راویستوسره سم یې په یاده سیم کې عملیات پیل کړي او سیمه يې تر واک لاندې راغلې.
هغه د یو شمېر خلکو هغه خبرې رد کړې چې وایي ګواکې د کجکي ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده.
شاکر وایي له تېرو څو ورځو راهیسې دغه ګډ پلاوی چې خپله دنده یې ترسره کړې په دې ولسوالۍ کې د ناامنۍ کچه راټيټه شوې.
ورته مهال ددې ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په سیمه کې امنیتی حالت ښه شوي تازه دمه سرتیري يې هم سيمې ته استولي ترڅو سيمه خوندي وساتل شي.
د هلمند ولایت د امنیت امر سمونوال پاچاګل بختیار وایي چې په یاده ولسوالۍ کې افغان ملي پولیس له ملي اردو سره په ګډه هڅه کوي ترڅو سیمه خوندي وساتي او وسله وال په شا وتمبوي.
د هلمند ولايتي شورا غړي او امنيتي چارواکي په داسې حال کې کجکي کې د امنیت د سمښت خبر ورکوي چې په دې وروستيو کې د شمالي هلمند جګړو خلک سخت اندېښمن کړي دي.