ځايي امنيتي مسؤلين وايي، ياد پوليس د خپل ملګري له لوري لومړی مسموم شوي او بيا وروسته په ډزو وژل شوي دي.

د هلمند د پوليسو مشر پاسوال نبي جان ملاخيل وايي، د دغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ د ده ادم خان په سيمه کې اوه پوليس  لومړی يې د خپل يو ملګري لخوا مسموم شوي او بيا وروسته په ډزو وژل شوي، پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.

امنيه قومندان وايي، هغه نفر چې ياده پېښه يې رامنځته کړې ده له سيمې تښتېدلی دی.

له بلې خوا قاري يوسف احمدي چې د ځان د طالبان وياند بولي ياده پېښه مني او وايي د دوی دوه ملګري په ياده پوسته کې ځای پر ځای شوي و، دی وايي، اوه پوليس يې وژلي دي، او پنځه ميله وسله هم د دوی ملګرو له ځان سره وړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *