افغانستان يو لرغونی هېواد دی، په دې هېواد کې ډېر لوی او واړه قومونه ژوند کوي چې اکثريت يې پښتانه دي او په ډېرو ولايتونو کې پښتانه ميشت دي.
پښتانه يا پخواني اريايان چې کلونه کلونه يې په دې هېواد کې تېر کړي دي، د بېلابېلو وختونو او حالاتو له مخې يې نورو هېوادونو ته هم کوچونه کړي دي چې ځينو خپل دودونه ساتلي دي او ځينو بيا تر خاورو لاندې کړي دي.
پښتانه ډېر سپيڅلي دودونه او رواجونه لري، کله چې د اسلام مقدس دين د عربو پر مټ تر افغانستانه راورسېد تر ټولو لومړی پښتنو قبول کړ، لوی لامل يې دا و چې، د پښتنو دودونه او د اسلام د مقدس دين اوامر تر ډېره يو شان و، د بېلګې په ډول په پښتنو کې ستر، حيا او پر ده ډېره رواج ده، د اسلام په مقدس دين کې هم په دغه کار ډېر ټينګار شوی دی، دغه راز مېلمه پالنه او داسې نور. . .
د پښتنو او افغانانو دومره خواږه او ښکلي رواجونه دي چې بهرنيو څېړنکو، عالمانو او پوهانو څېړنې پرې کړي دي او ان چې کتابونه يې پرې ليکلي دي.
د وخت په تېرېدو سره کله چې د اسلام مقدس دين په پښتنو کې خپور شو، خلک له اسلامي احکامو، اوامرو او نواهيو خبر شول نو ځينې داسې دودونه هم ول چې د اسلام مبارک دين غندلي و چې پښتنو په کرار کرار هغه هېر کړل.
ما خپله د پښتنو د دودونو په اړه يوه څېړنه هغه وخت پيل کړه کله چې په ۱۳۸۴ هـ ش کې هلمند ته راغلم او ځينې هغه رواجونه چې ما مخکې نه و ليدلي په هلمند کې ورسره مخ شوم، بيا مې يوه لنډه ليکنه پرې وکړه او په (کنړ غږ) مجله کې چاپ شوه.
تر دې څو کاله وروسته هلمند ته راغلم، دلته مې په يوه سيمه ييزه رسنۍ کې کار پيل کړ چې خپل کار مې د هلمند له دودونو پيل کړه او په راډيو کې مې “ زما د سيمې کيسې” په نوم يوه خپرونه راپيل کړه چې د هلمند د مرکز او ولسواليو د تاريخي موقيعت او لرغونتيا سره سره مې د هرې ولسوالۍ له سپين ږيرو، ځوانانو او نورو ځايي اوسيدونکو سره د دوی د سيمه ييزو دودونو په اړه خبرې او مرکې وکړې، چې شاوخوا دوه کاله مې دا خپرونه مخته يوړله، د دغه خپرونو او مرکو په ترڅ کې چې زه له کومو رواجونو او دودونو سره مخ شوی يم په دې لنډه ليکنه کې به يې ځينې راواخلم.
هلمند ولايت کې چې نږدې ۹۵ سلنه پښتانه په کې مېشت دي د هېواد د نورو پښتنو په څېر دودونه لري چې په هر وخت غم، ښادۍ، اختر او نورو وختونو کې جلا جلا او له خونده ډک دودونه لري چې نوره نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې کيږي.
لومړی د واده دود:
له واده څخه مخکې زموږ په ټولنه کې د کوژدې رواج دی، هر مور او پلار، يا ورور او که ووايو په ټوله کې کورنۍ د اسلامي مسؤليت له مخې اړ ده چې خپل بچي، ورور او ياهم د کورنۍ بل وګړي ته چې ځوان وي کوژده وکړي، لومړی دوی ځای ورته ټاکي، بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې يو ناوړه دود چې د اسلام د مبارک دين له نظره هم خلاف دی، هغه ځوان چې کوژده ورته کيږي او هغه پېغله چې يو ځوان ته ورکول کيږي، مور او پلار او یا هم ورور يې په خپله خوښه ورکوي، یانې له دوی پوښتنه نه کيږي او د دوی په خوښه کار نه کيږي چې دغه کار د هلک او نجلۍ راتلونکی ژوند ځینې وخت له ډېرو ستونزو سره مخ کوي چې موږ او تاسې يې شاهدان يو.
په هلمند کې هم دغه کيسه شته، لومړی مور او پلار خپل اولاد ته ځای او کورنۍ ټاکي، کله چې کورنۍ وټاکي بيا د خپلې کورنۍ مشران، نارينه او ښځينه، او ځينې نږدې خپلوان هغه کورنۍ ته په مرکه ورځي چې دوی ټاکلې ده او په ډېره ښه لهجه او په ډېره مينه او کمال ورته خپل وړانديز کوي چې دوی د څه لپاره راغلي دي.
کله چې دوی خپله خبره وکړي نو ابله کورنۍ دوی ته وخت ورکړي او په دې بهانه يې له ښې مېلمه پالنې وروسته رخصت کړي چې دوی به په خپلو منځو کې سلا مشوره سره وکړي، کله چې دوی رخصت شي هغه کورنۍ چې دغه خلک د خپل اولاد (زوی او یا هم ورور) د کوژدې لپاره ورغلي وي مشوره وکړي، که دغه کورنۍ يې له مخکې پېژندله خو ښه خبره ده که يې نه پېژندله په اړه يې مالومات کوي، لنډه دا که يې خوښه نه وي مخکې له ټاکلې نېټې د هلک کورنۍ ته ځواب ورکوي چې موږ سره سلا نه شول، يوه نه يوه بهانه ورته کوي هغه د چا خبره په ډېره خوږه لهجه يې ځوابوي ((چې نه سيخ وسوزي او نه کباب)) او که يې خوښه وي نو په ټاکلي وخت بيا د هلک کورنۍ راځي او په ډېره مينه له دوی سره کيني او خبرې کوي چې په ترڅ کې يې موافقه وشي او کوژده ترسره شي، کله چې دوی هوکړه وکړي نو يو دسمال د هلک کورنۍ د نجلۍ له کورنۍ راوړي تر دې وروسته بيا ټول کليوال خپلو خپلوان خبر شي چې پلاني ته يې کوژده وکړه.
د هېواد په نورو سيمو کې اکثره دا رواج دی چې بدل کيږي، مثلاً: که يو څوک خپل زوی يا ورور ته کوژده کوي نو په بدل کې هغوی ته لور ورکوي شايد دا رواج په ځینو پښتنو ولايتونو کې وي، خو په هلمند کې دا رواج ما ډېر کم وليد او ټولې کوژدې د ښو ډېرو پيسو په بدل کې کيږي.
له کوژدې وروسته بيا د اختر او نورو خوښيو ورځو کې زوم د خسر کورته ځي چې د کورنۍ نور غړي هم ورسره وي او نجلۍ ته پوښ (( چې ځینو پښتنو ولايتونو کې ورته جوړه هم ويل کيږي)) ور وړي، هغه پوښ چې د هلک د کورنۍ لخوا د نجلۍ کورنۍ ته وړل کيږي د هلک کوژدنې ته له کاليو واخله بيا تر بنګړيو ټول ښځينه سينګار شيان پکې شامل وي او ځينې کورنۍ چې اقتصاد يې ښه وي د نجلۍ د کورنۍ نورو غړو ته، مور، پلار او نورو وګړو ته هم کالي رانيسي او په پوښ کې يې وړي، کله چې پوښ د نجلۍ کورنۍ ته وروړي هلته بيا د زوم لپاره هم دغه ډول پوښ تیار شوی وي چې د هلک لپاره پکې هر څه شامل وي، جامې، بوټونه، خولۍ او داسې نور. . .
دغه تګ او راتګ د خوښیو په ورځو کې کيږي، له دې ورسته کله چې د ولور ټولې روپۍ د هلک د کورنۍ لخوا ادا کړی شي، بيا د واده ترتيبات نيول کيږي.
په هلمند کې چې يو دود زه ورسره مخ شوم او نورو سيمو کې شايد وي خو ما نه وو ليدلی په واده کې کله چې د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ ته په ناوې پسې ورځي زوم هم له ځان سره ورولي، هلته د خسر د کور مخته موټران دريږي، د خسر کورنۍ زوم ته کالي، سدرۍ، خولۍ، بوټونه تیار کړي وي چې د کلي د ملا امام لخوا وراغوستل کيږي، د خسر د کلي ځوانان هڅه کوي چې زوم خجالته کړي، مسخرې ورباندې وکړي خو د زوم د کلي ځوانان د واده له هلک ګير چاپېره د څوکېدارانو په څېر ولاړ وي چې څوک تاوان ورته پېښ نه کړي، کله چې دغه مراسم ختم شي د ملا امام لخوا د زوم ملا وتړل شي او دعا وشي، بيا ناوې په ډېره بدرګه د پلار له کوره راووځي چې په دغه وخت کې هم پښتانه خپل دودونه لري چې دلته يې له يادونې تيريږو ځکه ډېر وخت نيسي.
کله چې ناوې خسر کورته راشي د نورو پښتنو په څېر د هلک په کور کې خوشالي، ګډاګانې وي، سندرې وي، شور او مستي وي، دلته هم ځينې رواجونه شته چې شايد په ټولو پښتنو کې رواج وي د هغې له يادونې هم تيريږو.
د نورو پښتنو په څېر د واده زلمي ته د ملا امام لخوا نکاح تړل کيږي او بيا خلکو ته د واده ډوډۍ ورکول کيږي چې نکاح تړل په ځینو سيمو کې له ډوډۍ مخکې او ځينو سيمو کې بيا د شپې لخوا تړل کیږي.
کله چې نکاح وتړل شي په هلمند کې د واده هلک ښايسته کندهارۍ غمۍ داره غاړه اغوستي وي چې له ليرې ځليږي بيا د واده زلمي ته خلک مبارکي ورکوي ګلان او نورې تحفې ورکوي.
په هلمند کې هم په ودونو او نورو خوښيو کې مروج خواړه پخول کيږي خو دا چې پخوا د پښتنو په ودونو کې غوښه، وريجې او ډوډۍ پخېده او شورا د پښتنو د ودونو مهم خوراک و خو اوس ورځ تربلې خواړه بدليږي، په هلمند کې هم اوس په ودونو کې د غوښې، وريجو ترڅنګ نور خواړه هم پخيږي.
د اختر دودونه:
د اختر په اړه مې اکثره خبرې له قومي پخوانيو سپين ږيرو سره کړي دي.
په نورو پښتنو سيمو کې هم اختر ته پښتانه، ماشومان، ځوانان او مشران خوشالي کوي، چې دغه خوشالي په هلمند کې هم خلک کوي.
تر اختر مخکې به دلته پخوا د ((بابو صیب لمبې)) په نوم یوه لوبه دود وه چې له سون توکو، ځوزانو، او نورو توکو به لوی ټوپ جوړېده چې بيا د اختر په شپه ماشومانو او ځوانان اور ورته کوو چې لوی لوی لمبې به يې کولې او د بابو صیب لمبه به يې ورته ويله، قومي مشران وايي، چې دغه دود اوس ختم شوی دی خو بيا هم ماشومان په ځينو سيمو کې دغه لوبه کوي خو د پخوا په څېر خوند يې نشته.
دغه راز د اختر په لومړي سهار د اسلامي مسؤليت سره سم په هلمند کې ټول پښتانه سهار لمانځه ته راځي، له لمانځه مخکې دوی غسل کړي وي او د اختر نوي کالي، سدرۍ، خولۍ او نور شيان يې اغوستي وي، د سهار تر لمانځه وروسته د هر کلي په مسجد کې ملا امام خلکو ته نصیحت کوي، کله چې ملا امام خبرې ختمې کړي بيا ټول خلک ولاړيږي یو بل ته غېږې او مبارکۍ ورکوي، تر دې روغبړ وروسته بيا وريجې مسجد ته راوړل کيږي چې په هلمند کې خلک ((کاسه)) ورته وايي، ټول کليوال په يوه دسترخوان په ډېره مينه دغه وريجې خوري او تر دې وروسته بيا د اختر لمانځته ته تياری نيسي.
په ځینو پښتني سيمو کې د اختر مبارکي د اختر تر لمانځه وروسته ورکول کيږي خو په هلمند کې کله چې د سهار لمونځ ادا شي او ملا صیب نصیحت خلاص کړي هغه څوک چې په مسجد کې حاضر وي يو بل ته غېږې او مبارکۍ ورکوي.
د اختر په لومړۍ ورځ کشران د مشرانو کورونو ته ورځي، لومړی يې له خپلوانو راپيلوي او د هغه خپلوانو کورونو ته ورځي چې د دوی مشران و او یاهم ناروغان وي، لومړۍ ورځ ټوله په مبارکۍ تېره کړي او یو د بل کورونو ته د مبارکۍ او روغبړ لپاره ورځي، ډېری هغه مشران او نور ځوانان چې په خپلو منځو کې خپه وي د اختر په نيکمرغه ورځو کې پخلا کيږي او خپګان تر شا پريږدي.
دغه راز د اختر په نورو ورځو کې په هلمند کې ډېرې خوندورې مېلې کيږي چې، ځوانان پکې سيمه ييزې لوبې کوي، مثلاً: غېږې باسي، هګۍ جنګوي، موټرسېکل ځغلوي او نورې سيمه ييزې لوبې کوي.
دغه مېلې تر شپږو ورځو دوام کوي او شايد تر دې ډېرې هم شي.
په هلمند کې د نورو پښتنو په څېر ګڼ شمېر دودونه هم رواج دي چې شايد په ټولو سيمو کې به يو شان وي.
د جرګې سپېڅلی دود په دې ولايت کې تر اوسه ژوندی دی، قومي مشران، د خپل کلي او کور شخړې د جرګو له لارې حلوي، دغه دود په هلمند کې خال خال ليدل کيږي او په ځينو سيمو کې تر خاورو لاندې دی.
ددې ترڅنګ يو بل ښکلي او مقدس دود چې اشر ورته ويل کيږي په هلمند کې د پخوا پشان نه تر سترګو کيږي، شايد په ځينو ليرې پرتو ولسواليو کې ژوندی وي خو دا دود هم تر خاورو لاندې دی.
يو اتيا کلن سپين ږيري د اشر د دود په اړه راته وويل: ))پخوا دغه دود دومره پياوړی او عام و چې موږ به په پټيو کې غنم لو کول، په سړک روان موټر به ودرېد د بلې ولسوالۍ او بل کلي خلک به ټول راښکته شول، يوه شېبه لو به يې وکړ، غنم به يې ټول چپه کړل، بېرته به موټر ته پورته شول او په خپله مخه به ولاړل((.
يانې پخوا دغه دود دومره ژوندی وو چې چا به څوک نه پېژندل هم به يې ورسره مرسته کوله او ډېر کار به يې په لږ وخت کې کاوه.
د هلمند پښتنو د نورو پښتنو په پرتله تر ډېره خپل دودونه ژوندي ساتلي دي، خو دا چې ټکنالوژي ورځ تر بلې پرمختګ کوي او زموږ په ټولنه هم اغېز ښيندي نو له همدې امله پخواني دودونه کرار کرار تر خاورو لاندې کيږي او له منځه ځي.
ما چې کله د راډيو لپاره خپرونې جوړولې د هر سپين ږيري دا غوښتنه وه چې دغه دودونه بايد ژوندي وساتل شي او هغه چې تر خاورو لاندې شوي دي د ژوندي کېدلو لپاره يې بايد ځوانان هڅې وکړي او په لوی لاس يې تر خاورو لاندې نه کړي.
په هلمند کې نور هم ډېر رواجونه او دودونه مروج دي خو له يادولو يې ډډه په دې خاطر کوو چې شايد په نور افغانستان کې هم مروج وي خو په وروستيو کې يو وړانديز کووم چې ددغه رواجونو او دودونو د راسپړلو، ژوندي کولو لپاره بايد ليکوالان لاس په کار شي، خپله ټولنه، خپل خلک او په تېره بيا ځوانان دې ته متوجې کړي چې خپل پاک او سپيڅلي دودونه ژوندي وساتي، ځکه همدا رواجونه، دودونه او پاک کلتور دی چې پښتانه له نورې نړۍ بېلوي او په ټوله نړۍ کې پرې پېژندل کيږي.
د نوې ټکنالوژۍ په راتګ او مروج کېدو سره ډېره اندېښنه شته چې نوی نسل او ځوانان خپل هغه دودونه چې زموږ مشرانو پېړيو پېړيو ژوندي ساتلي دي تر خاورو لاندې شي.
په همدې هېله چې ټول پښتني دودونه وساتل شي او هغه چې مړه دي د ځوانانو په هڅو بېرته راژوندي شي.
بصيرالحق عادل
یادونه: په دې ليکنه کې له ځينو کتابونو هم ګټه اخيستل شوې ده خو ډېره برخه کې له پخوانيو ډېر عمر لرونکو سپين ږيرو سره مرکې شوي دي چې ثبتي بڼه يې له ليکوال سره خوندي ده.