تاند- چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې ادعا کړې وه چې د سنګین ولسوالي ډېرې برخې یې نیولي دي خو نن د هلمند چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ طالبان له سنګین ولسوالي، چې د سقوط له خطر سره مخامخ وه، په شا وتمبول.

پر دې ولسوالي او د هلمند پر نورو برخو له یو کال راهیسي د طالبانو له لوري پرله پسې حملې روانې دي.

د هلمند د والي ویندوی عمرځواک نن /چهارشنبه/ وویل«وسله والو طالبانو د یکشنبې په ورځ زموږ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل خو د افغان امنیتي ځواکونو کلک مقاومت شا ته وتمبول.»

ځواک همداراز وايي چې په دې جګړه کې د طالبانو له لوري د سنګین د ځانبولي ولسوال په ګډون په لسګونو وسله وال سختدریځي وژل شوي دي دي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وايي چې د دوی کسانو د سنګین ولسوالۍ مرکز نیولی و خو افغان او امریکايي پوځیانو بېرته ونیوه.

تر نن /چهارشنبه/ ماسپښین پوري په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکايي جنګي الوتکو د افغان ځواکونو په ننګه لږترلږه ۲ ځلي بمباري کړې ده.

طالبانو د بمبارۍ په نتیجه کې خپلو کسانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

سنګین د کوکنارو د تولید مهم مرکز بلل کېږي چې د وسله والو طالبانو لپاره زیات عاید په برخه کوي.

د ولسوالۍ له مرکزه پرته نورې برخې د طالبانو په کنټرول کې دي خو ویل کېږي چې طالبان هڅه کوي، ټول هلمند ونیسي او د کوټې شورا ورته راولېږدوي.

امنیتي کتونکي وايي، وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو پوځیانو اختیارات زیات کړل او اجازه یې ورکړه چې د طالبانو بر ضد بمباري وکړي، اوس ښايي طالبان ونه غواړي چې خپله شورا هلمند یا د افغانستان کوم بل ولایت ته راولېږدوي.

د افغانستان په جګړه کې د هوايي ځواک له محدودېدو وروسته طالبانو جبهه يي جګړې پیل کړې خو اوس چې بیا هوايي ځواک د افغانستان جګړې ته داخل شوی، ګومان کېږي چې طالبان جبهه يي جګړه بس کړي او بیا د سړک د غاړې بمي چاودنو او غلچکیو بریدونو ته زور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *