خبریال: عادل- د هلمند د پوهنې ریاست وايي، په شمالي هلمند کې له ۱۰۵ ښوونځيو څخه يوازې ۸ د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي او پاتې بند دي.
د هلمند د پوهنې ریاست اداري مرستیال وايي ترهغو چې په دې ولسوالیو کې امنيت ټینګ نه شي لسګونه ښوونځي به تړلي پاتې وي.
محمد ولي سرحدي وايي، د تیرې میاشتې تنخوا او نور امتیازات يې په دې خاطر ځنډولي چې مالومه کړي څومره ښوونځي فعاله دي او څوتنه زده کوونکي ورځي.
د هلمند په پنځو شمالي ولسوالیو کي له یوسلو پنځه ښوونځیو څخه اوس مهال یوازې اته پرانستي دي.
محمد ولي سرحدي وویل په دې ښوونځیو کې شاخوا یوولس زره زده کوونکو زده کړې کولې چې اوس مهال د نا امنیو له امله دغه شمیر لسګونو ته راټیټ شوی دی.
سرحدي وایي چې په سنګین، نوزاد، موسی کلا، کجکي او واشیر ولسوالیو کي د طالبانو د پراخ حضور له امله خلک خپل اولادونه ښوونځیو ته نه استوي.
د یو شمیر راپورنو له مخې ویل کیږي چې په تیرو اتو میاشتو کې د ناامنیو او جګړو په جریان کې د لسګونو پرانيستو ښوونځیو په نوم کتابونه، قرطاسیه او نور امتیازات وړل شوي دي او د ښوونځیو د ښوونکو پرځای شخصي جیبونو ته لوېدلي دي.
په دې ولسوالیو کې د موسی کلا له ۲۹ ښوونځیو څخه ۲، د سنګین له ۱۸ ښوونځیو څخه ۱، د نوزاد له ۲۴ څخه ۳ د واشیر له ۱۴ ښوونځیو څخه ۲ او د کجکي له ۲۹ ښوونځیو څخه ۳ پرانستي دي.
د پوهني د ریاست سرپرست، چي دوه ورځې وړاندې یې دنده پیل کړې ده، وايي د تیرې میاشتې معاشونه او ټول امتیازات تر هغو ځنډول شوي چې د دوی د نظارت ډله په شمالي ولسوالیو کې د پرانيستو ښوونځیو او شته ښوونکو شمیر مالوم کړي .
د دې ولایت په پنځو شمالي ولسوالیو کې له تیرو لسو کلونو راهسې امنیتي حالت خراب دی. ویل کیږي چې په سنګین، نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې امنیت یوازې د ولسوالۍ په ودانۍ پورې محدود دی.
د پوهنې ریاست مسئولان وايي، ترهغو چي په دې پنځو ولسوالیو کي امنیت ټنګ نه شي ښوونځي به تړلي وي او هیڅوک به د نا امنیو او جنګونو له ویرې خپل اولادونه ښوونځي ته ونه لیږي.
د یادلو ده چې په هلمند ولایت کې ټول ښوونځي ۳۷۶ دي چې له یادې شمیري څخه یي یوازې په پنځو ولسوالیو کي ۹۷ تړلي دي.