تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳مه: د هلمند د ټاکنو ولایتي دفتر وايي، د دې ولایت ۹۳ مرکزونو کې به ټاکنې وشي خو ۵ ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له کبله ټاکنې په هیڅ صورت نه شي ترسره کېدای.
د هلمند د ټاکنو دفتر عملیاتي مسوول احمد شاه صاحبزاده وايي، دوی فی الحال د ۸ ولسوالیو په کچه ۹۳ مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د استولو لپاره چمتووالی لري.
نوموړی وايي، دا هغه مرکزونه دي چې دوی په کې د پارلماني ټاکنو لپاره هم نوملیکنه کړې وه او ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې هم په ولسوالیو کې تقویتي لیکنه شوې: (( د دغو مرکزونو د امنیت په اړه هم موږ ته ډاډ راکول شوی دی، باغران، دېشو، موسی کلا، نوزاد او خانشین کې ټاکنې نه شو ترسره کولی، دغه راز به د سنګین او کجکي ولسوالیو په کچه ټاکنې په نظامي اډو کې ترسره شي.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو په نهر سراج ولسوالۍ کې د ټاکنو د امنیت لپاره عملیات پیل کړل.
مسوولانو وویل، دا عملیات ځکه ترسره کوي چې نهر سراج ولسوالي، د هلمند – کندهار لویه لار او لښکرګاه ښار ته د ټاکنو په ورځو کې متوجه امنیتي ګواښونه له منځه یوسي.