د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/قوس/۲۵

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، د هلمند ولایت پخوانی مرستیال ښاغلی مسعود بختاور د زابل ولایت د نوي مرستیال او د زابل ولایت مرستیال ښاغلی محمد جان رسولیار، د هلمند ولایت د نوي مرستیال په توګه پر دندو ګومارل شوي دي. دواړه مرستیال والیان د کار کافي تجربه، زده کړې او وطن ته د خدمت تعهد لري.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، نویو ګومارل شویو مرستیالو والیانو ته په دندو کې د بریالیتوب هیله لري او د یادو ولایتونو پر محلي ادارو غږ کوي، چې له نویو مرستیالو والیانو سره د چارو په بهبود کې همکاري وکړي.

دا اداره باور لري، چې نوي مرستیال والیان به په هلمند او زابل ولایتونو کې د محلي حکومتولۍ په چارو کې د موثریت د رامنځته کیدو سبب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *