ژباړه: طارق تسل

رښتیا دا دي چې کله مو له کوم چا سره د مینې د تار غځولو زړه وي نو که موږ هر څومره هڅه وکړو چې په دې تړاو هر څه پټ وساتو خو بیا هم په غېر ارادي ډول ځیني اکټونه کوو چې له چا سره د مینې د تارغځولو نښې ورڅخه څرګندېدای شي. دغه کړنې په لاندې ډول دي:

1- کله چې د کوم چا درسره د مینې کولو زړه وي نو هغه به تل هڅه کوي، چې د سترګو زیات تماس درسره وساتي.

2- هغه که په هر ډول کار کې بوخت/بوخته وي خو کله چې ته خبرې کوې، هغه به خپل ټول کارونه پریږدي او تا ته به غوږ نیسي.

3- د هغه/هغې تل دا هېله وي، چې له تا سره د وجود له لارې په اړیکه کې واوسي (وجود به درسره سولوي را سولوي).

4- هغه به تل دا غواړي، چې ته ورته د کوم کار د کولو ووایې او هغه یې په ورین تندي د ترسره کولو لپاره سینه وډبوي.

5- کله چې ته خبرې کوې ستا د مینې غوښتونکی/غوښتونکې به په موسکا ستا په خوا په ځیر-ځیر ګوري.

6- تل به هڅه کوي، چې په هر ممکن وخت کې له تا سره د خبرو کولو لپاره ځان جوړ کړي.

7- کله چې ستا د مینې غوښتونکی/غوښتونکې له تا سره وي نو زیاته خندا به کوي او یا به یې پر څېره موسکا حاکمه وي.

8- هغه که هر څومره اړین کار ولري بیا به هم له تا څخه په ورین تندي بښنه غواړي او وایي به چې دا کار به وکړم که ستا خوښه وي او بیا به حتماً سره مجلس وکړو.

9- هغه به په نتظم ډول له تا سره د ټلفون یا د مسیجونو له لارې اړیکې ټینګوي.

10- هغه به ستا ناسمه خبره هم نه ردوي او تل به یې په موسکا د سر په خوځولو تائیدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *