راپور: نیازمحمد امیري
نېټه: د لېندۍ ۲۵مه
کلیوال ملګري ټولنې په اونیزه ۱۳۷مه غونډه کې د یادې ټولنې له لورې د جوړ شوي (همت ښوونیز مرکز ) پرانستغونډه تر سره کړه.

په پیل کې د کلیوال ملګري ټولنې ريئس انعام الله ګوهر خبرې وکړې. نوموړي د کلیوال ملګري ټولنې له ټولو هغو غړو مننه وکړه چې د همت ښوونیز مرکز په جوړولو کې یې هڅې کړې وې. ګوهر صیب د زده کړې د اهمیت په اړه وغږېد او زیاته یې کړه چې زموږ د ټولو ستونزو اساسي حل په دې کې دی چې یوه باسواده ټولنه ولرو. د هغه په خبره چې د ټولنې ټول وګړي باید د یوه طبعي بدلون په تمه لاس تر زنې نه کېني بلکې هر فرد مکلف دی چې د خپل توان مطابق د خپلو خلکو د راتلونکي لپاره کار وکړي. ګوهر صیب د کلیوال ملګري ټولنې هڅې وستایلې چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پوهې او پوهنې په ډ‌ګر کې خپلو خلکو ته چوپړ کوي، د هغه په خبره چې زموږ مقصد دا دی چې د کلیوال ملګري تولنې له ادرسه هر وخت باید یو قوي، با احساسه او علمي ټیم شتون ولري چې د وخت مطابق د خلکو د بهبود لپاره کار وکړي.


ورپسې ستېج چلوونکي مرتضی وردګ د همت ښوونیز مرکز د مالوماتو ورکولو لپاره د کورس مدیر ښاغلی عالم خان احمدي ستېج ته وغوښت. احمدي وویل چې همت ښوونیز مرکز که څه هم په کمو امکاناتو جوړ شوی خو د کیفیت له اړخه به عالي وي او د با تجربه استادانو تر سرپرستۍ لاندې به ماشومان روزي. د احمدي صیب په خبره چې همت ښوونیز مرکز ریاضیاتو،ساینسي مضامینو، انګلیسي او کمپیوتر د زده کړو تر څنګ د کانکور د تیاري لپاره هم ځانګړي پروګرامونه په نظر کې لري.احمدي وویل چې که څه هم کورس بېخي وړیا نه دی، فیس به ولري خو د بېوزله او یتیمانو لپاره به وړیا وي او همدا راز د تکړه شاګردانو لپاره به ځانګړی تخیف په نظر کې نیول کیږي. 


ورپسې د سرې میاشتې ریئس او د کلیوال ملګري ټولنې غړی عبدالعلیم نوري په خپلو خبرو کې کلیوال ملګري وستایل چې تل یې د علم ډېوه بله ساتلې. نوري صیب له همت مرکز سره د هر ډول همکاري ژمنه وکړه. 


اینجینیر محمد انور تسکین هم پخپله وینا کې د زده کړې په ارزښت خبرې وکړې او د همت ښوونیز مرکز جوړېدنه یې یو اړین او با ارزښته عمل وګاڼه. هغه وویل چې د کلیوال ملګرو دې کور ودان وي چې د خپل توان مطابق زموږ راتلونکی نسل ته رڼا لار ښیي. تسکین زیاته کړه چې همت ښوونیز مرکز د هغو زده کوونکو لپاره ښه فرصت دی چې په لرې پرتو ولسوالیو کې ژوند کوي ، ددې توان نه لري چې په یوه شخصي کورس کې ځای پیدا کړي. هغه ژمنه وکړه چې د اړتیا په صورت کې به هغه پخپل مسلک ریاضي او فزیک کې د ښوونکي په توګه حاضریږي.


ورپسې اینجینر محمد خان د خبرو لپاره ستېج ته وبلل شو. اینجینیرصیب د ډېرې خوښۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې لومړی ځل دی چې هغه د کلیوال ملګري ټولنې په غونډه کې برخه اخلي او خبرې کوي. د هغه په خبره د کلیوال ملګري ټولنې غړي ډېر په بې پرې او بې طرفۍ سره د علم او فرهنګ په برخه کې کار کوي. هغه زیاته کړه چې د بېسوادۍ له وجې ځوانان جنګ، نشه یی توکو او نورو ناوړو کارونو ته مخه کوي ځکه خو زموږ تر ټولو جدي اړتیا پوهنه ده. 
په پای کې تاثیر صیب لنډې خبرې وکړې او ویې ویل چې کلیوال ملګري ټولنې د داسې علمي او تعلیمي مرکزونو په جوړولو سره د عظیمو انسانانو کار کړی.هغه زیاته کړه چې ټولنه تر هغو پرمختګ نه شي کولی چې وګړي یې باسواده نه شي.


همت ښوونیز مرکز رسمآ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *