په يوه موزه کې دواړه پښې د ننه کول په کومه مانا دي، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم همداسې کوي، نه په خپلو ژمنو ودريږي او نه د راتلونکي خير غواړي.
د ټاکنو دويم پړاو له خورا ترينګلتياوو او ننګونو سره بلاخره شپږمې مياشتې ته راورسېد، خو ددې ټولې پروسې د ګډوډولو يوازينی لامل د همپالنې ټيم دی، چې په لوی لاس غواړي، افغانستان د بلا خولې ته وتړي او تېرو هغو لسيزو ته يې ور ستون کړي، چې دوی ترې د بزکشۍ ميدان جوړ کړی وو.
له کله چې دهمپالنې ټيم په دې باوري شوی، چې په ټاکنو کې بريا د دوی نه ده، له هغه مهاله يې هغه څه ته لاس اوږد کړی، چې يوازې په خپل ذهن جوړ ورغلي او د افغانستان د سياسي، اقتصادي او امنيتي لانجو سبب ګرځېدلي دي.
سپين سترګي او بې شرمي حد او بريد لري، خو ځينې انسانانو له وخته دا بريدونه مات کړي او دا هرڅه په سياست او د هېواد په روانو حالاتو اړوي.
د اصلاحات او همپالنې په ټيم کې بلا ډلې ټپلې او هغه افراد راټول شوي، چې په تېرو څوکلونو کې يې د افغانستان شخصي او دولتي شتمنۍ په بډه ووهلې او هرڅه يې تلا ترغۍ کړل. ادارې يې شخصي کړې، پوځ او امنيتي ادارو کې يې خپل افراد ګومارلي او دا ټول د خپلو شخصي او ماپيايي ګټو لپاره کاروي.
له هغه چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو لپاره منډې ترړې او تبليغات پيل شول، په يوشمېر کړيو او افرادو ځمکه ځکه سور تنور شوه، چې دوی د راتلونکي لپاره د خپلو شتمنيو د سپينولو هېڅ راز قانوني مدرک نه لرلو. دوی له دې ويريږي، که ريښتينی کس واک ته رسيږي او د تېرې لسيزې حکومتي اداره نوره پای ومومي، نو د دوی د دغو تورو شتمنيو او ادارو کې د ونډو مسئله به هرو مرو راپورته کېږي او بدلون به راځي، چې دوی به بيا د تېرو ځواب وايي.
تر دويم دور ټاکنو ورسته بلا نخرې وشوې، د همپالنې ډلې له هغه وروسته ناز او کرېشمې پيل کړې، چې پوه شول، نور يې نو ځولې ځمبلې په ټولېدو دي او نور نو يې د واک موده پایته رسېدلې او د ولس رايه ورسره نشته، خالي لاس خو ميدان ته ستنېدای نشي. دوی له هغه وخته په دې هڅه کې وو، چې يا بايد واک ته ورسيږي، يا بايد موقت حکومت رامنځته شي او يا هم د ولسمشر کرزي د واک موده وغځول شي، څو يې ګټې د تېر په څېر خوندي پاتې شي. دوی خپل سيال نه غوښت چې بري ته ورسيږي، ځکه چې سيال يې اشرف غني له وړاندې ژمنه کړې وه، چې د تېرو هغو به حساب کتاب کېږي او هغه شتمنۍ به راټولېږي، چې لوټ شوې دي.
کله چې د دوی هڅو کار ورنکړ، نو يې په واک کې د شراکت او يوې غوړې ونډې د اخستلو هڅې ګړندۍ کړې، چې ان په دوځله يې د امريکا مداخله وغوښته او د ځينو بهرنيانو په مرسته يې دغه بهير دومره وځپلو، چې د ولس لپاره یې مشروعيت په بشپړه توګه له منځه يووړ، د خلکو رايه او قربانۍ هسې په اوبو لاهو شوه.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري، يوناما او اروپايي ټولنې په مداخله بلاخره معترضه او ناکامه ډله دې رانرمه کړه، چې په واک کې به ونډه ورکول کېږي او د ملي وحدت په نوم به حکومت رامنځته کېږي، هوکړه وشوه، خو دوه ورځې وروسته یې پرسر د دواړو ډلو تحول او تداوم، اصلاحات او همپالنې ترمنځ ناندريو زور واخيست، هر يوه دا د ځان په ګټه تفسيروله، بيا ځلي مداخلې ته اړتيا شوه، چې بيا هم د همغو پخوانيو بهرنيانو په منځګړيتوب يوې هوکړې ته ورسېدل، ژمنې واخستل شوې، خو داسې فکر کېږي، چې ګويا عملي شوې نه دي.
اوس چې د ټاکنو د پايلو اعلان مخ رارسېدو دی او د واک د لېږ وخت رارسېدلی، نو معترضه ډله بیا په خړو اوبو کې ودرېده. د ټاکنو د تفتيش تخنيکي پروسه يې بایکاټ کړه او تحول او تداوم هم همدا کار وکړ، ميدان بهرنيو او د ملګرو ملتونو څارونکو ته پاتې شوی دی. له بل لوري د سياسي پروسې هم همدا حال دی. په هغه برخه کې هم د همپالنې ټيم مرکچيان ګواښونه کوي، چې تر اوسه د دواړو کانديدانو ترمنځ ډېر موارد شته، چې که پرې هوکړې ته ونه رسېږي او د ټاکنو پايلې اعلان شي، نو بويه چې دا پايلې او ټاکنې به تر پوښتنې لاندې او ورته بې بنسټه وي.
له بل لوري د همپالنې ټيم له منځه داسې راپورونه دي، چې پخپلو کې يې هم ترمنځ د واک پر سر خورا درځونه راپيدا شوي دي او دا درځونه هومره ژور دي، چې د دوی يو کول به بيا ناشوني وي او بيا به کله هم د ګډې مبارزې لپاره مشترک هغه سره پيدانکړي.
داځل د رايو بشپړ بياځلي شمېر او پلټنه د نړيوالو په حضور کې تر سره شوه او هرچاته دا جوته شوه، چې څوک بريالي دي او چا بايللې چا درغلې کړې او څوک غواړي دغه بهير وځپي. که نړيوالې ټولنې په دې برخه کې په لومړي سر کې له مداخلې سره دلچسپي لرله، نو اوس هم ورته پکار ده، چې دغه ياغي ډله اړباسي، چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي او نور هېواد د بحران پر لور کش نکړي.
که هرڅومره دغه بهیر په شا وړل کېږي، په همغه اندازه افغانستان اقتصادي، سياسي او امنيتي زيانونه ويني، چې بيا به يې جبرانول کلونه وخت ونيسي.