تاند- د هند، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران نن /دوشنبه/ په نوي دیلي کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي حالاتو خبرې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون /یکشنبه/ډیلي ته ورسېد.

ټاکل شوې ده چې درې هیوادونه د افغانستان ترڅنګ د منځني ختیځ او شمالي کوریا پر وروستیو ستونزو هم وږغېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د درې اړخیزو خبرو ترڅنګ به ښاغلی لاوروف د هند له بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج او د چین له باندذنیو چارو وزیر وانګ یي سره جلا جلا هم وویني.

د هند د بهرنیو چارو وزیره به د روسبیې له بهرنیو چارو وزیر سره د شمال – جنوب په ۲۷۰۰ کیلومتره نړیوال کوریدور یا دهلېز کې د شوي پرمختګ په اړه هم خبرې وکړي.

دا کوریدور هند د ایران او افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا، روسیې، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

ایران د روان دسمبر په درېمه نېټه چاه بهار بندر رسماً پرانیست. دا بندر د هند په مالي مرسته پراخ او تاسیسات یې جوړ شول چې له دې لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره وصل شي.

پاکستان اجازه نه ورکوي چې هند او افغانستان له یو بل سره د پاکستان له لارې راکړه ورکړه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *