تاند – د هندوستان د اسلامي تنظیمونو په یوه ګډه جرګه کې د هغه هېواد دیني علماوو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د پاکستان له خوا په حمایه کېدونکیو د ترهګرو په روزنځایونو باندې د هندوستان د پوځي بریدونو ملاتړ وکړ.
د جمعیت علمای هند د ګوند مشر، نامتو دیني عالم او د حضرت مولانا سیدحسین احمد مدني زوی مولانا سید ارشد مدني غونډې ته په خبرو کې وویل، کشمیر د هندوستان نه بېلېدونکې برخه وه، ده او وي به.
د مولانا کمال فاروقي په نامه بل دیني عالم چې په هندوستان کې د څو مذهبي ادارو بنسټ اېښودونکی هم دی، وویل، چې دغه حملې د متجاوزینو په وړاندې ښه څپېړه وه. نوموړي وویل، چې هندي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې مسؤل دي او کوم عملیات یې چې کړي دي پرځای دي.
تر دې مخکې د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د هندوستان پر ضد د جهاد اعلان کړی وو.
په پاکستان او افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي مذهبي سیاست د تاثیراتو له امله یو شمېر خلک داسې فکر کوي چې د هند ټول اوسېدونکي هندوان دي، په داسې حال کې چې په هندوستان کې د مسلمانانو شمېر خواوشا ۱۷۳ میلیونه تنه دی چې که د پاکستان له نفوس نه غیرمسلمان وګړي لیرې شي هم ښایي د مسلمانانو شمېر یې یا دومره یا تر دې کم شي.