خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١۲-۷
کندهار، افغانستان- د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت معين او ورسره پلاوي تېره ورځ کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.
په دې ليدنه کي چي تېره ورځ په ولايت مقام کي وسوه، د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د سوداګرۍ خوني رئيس نصرالله زهير، د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت معين راجيو جېن او ورسره پلاوي، د ولايتي شورا غړو او يو شمېر رئيسانو ګډون کړی وو.
د غونډي په پيل کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له راجېو څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر کړی او د دغه ولايت په اړه يې هر اړخيز معلومات ورکړل او ويې ويل چي هندوستان له افغانستان سره د تاريخ په اوږدو کي دوستانه اړيکي درلودلي دي. نوموړي زياته کړه چي په تعليمي برخه کي به هيڅکله د هندوستان مرستي هيري نه کړي.
ښاغلي ويسا وويل چي په دې وروستيو کي يې د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د هندوستان له يوه پوهنتون سره وصل کړی او د هماغه پوهنتون استادان د کندهار محصلينو ته د سکايپ له لاري انلاين تدريس کوي. نوموړي د هندوستان له دې مرستي څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل چي هندوستان د کندهار لپاره تعليمي بورسونه ځانګړي کړي ول خو د دغه هيواد د کونسلګرۍ له خوا له ولايتي ادارې سره له همږغۍ پرته له ځوانانو څخه ازموينه اخيستل سوې ده. ښاغلي ويسا غوښتنه وکړه چي هر وخت بايد تعلیمي بورسونه لومړی له ولايتي ادارې سره شريک سي او ولايتي اداره به له کونسلګرۍ سره په ګډه له ځوانانو څخه امتحان اخلي او دا پروسه به مخته بيايي.
نوموړي داراز د کندهار د هوايي ډګر په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه يې وکړه چي د افغاني هوايي شرکتونو تر څنګ د هندوستان يو شرکت هم له کندهار سره تګ راتګ پيل کړي تر څو افغانانو ته اسانتيا برابره سي.
ښاغلي راجيو جېن د کندهار له پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چي غواړي د هندوستان د يو پوهنتون د طب څانګه د کندهار پوهنتون له طب پوهنځي سره وصل کړي او په طبي برخه کي له دغه ولايت سره همکاري وکړي. نوموړي وويل چي تر وسه د افغان تجارانو لپاره اسانتياوي برابروي او تر اوسه يې ښې اړيکي درلودلي دي.
د سوداګرۍ خوني رئيس نصرالله زهير د هندوستان له همېشنيو همکاريو څخه مننه وکړه او ويې ويل چي د دغه هيواد کونسلګرۍ افغان تجارانو ته د وېزو په برخه کي اسانتياوي رامنځته کړي دي.