د ۲۰۱۳کال د اګست د میاشتې په یوولسمه نېټه د یکشنبې په ورځ د هندوستان د ګواه په ایالت کې مېشت افغان محصلېنو کوچنی اختر په یو ماښامني پروګرام ولمانځنه.
غونډه د ماښام په شپږو بجو د افغانستان د ملي سرود په غږولو پېل شوه.
د غونډې پرانستونکې وینا د سیاسي علومو د پوهنځي د پای کال محصل پاڅون (رسولي) وکړه. ده له ټولو مېلمنو څخه د مننې په ترڅ کې دا غونډه د افغاني کلتور د ودې لپاره ګټوره وبلله.
د ستېج چارې د پاڅون (رسولي) او رحمن نظر بیلیم لخوا پر مخ بیول کیدې. له ویناوو وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه چې ېو شمېر محصلینو پکې برخه واخیسته. نصیب الله (عصمتي) عبدالله (عطایې) عزیزالله، جاوید (اتیلا) فیض الله (ټني) ولي (ولي زاده) پامیر(شینواری) ویناوې او شعرونه ولوستل.
له مشاعرې او ویناوو وروسته پر هغو محصلانو، چې پخپلو پوهنتونو کې ښې نومرې او لاسته راوړنې درلودې، تحفې او جایزې وويشل شوې.
د غونډې یوه برخه تفریحي پروګرام ته ځانګړې شوې وه. په دې برخه کې، چې د ښاغلی نقیب (وطنوال) او محبوب الله (عزیزي) لخوا پرمخ بېول کیده، د ټولو ګډونوالو پرشونډو موسکا خپره شوه. همدارنګه د ېو شمېر محصلینو لخوا ګډونوالو ته ملي اټن وړاندې شو چې د ګډونوالو لخوا پر چکچو بدرګه شو.
په پای کې د غونډې جوړونکي هرېو پاڅون (رسولي) نصیب الله (عصمتي) نقیب (وطنوال) منان (نعمتي) فیض الله (ټنی) احمدشاه (سخا) او رحمن نظر (بیلیم) د ګډونوالو لخوا په تحفو ونازول شول.
غونډه د ماښام ناوخته د لسو بجو شاو خوا پای ته ورسېده. یاده دې وي چې تیر کال هم همداشان غونډه د محصلينو لخوا جوړه شوې وه.
پاڅون (رسولي) ګواه هندوستان