خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۳-۳

کندهار، افغانستان- په کندهار کي کي د هندوستان کونسل له کندهار والي سره وکتل.

نن په کندهار کي د دوست هيواد هندوستان نوى جنرال کنسل ناريندار پال سنګ له کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل. د هندوستان کونسل کندهار والي ته د نوي دندي د مبارکۍ تر څنګ د هندوستان او افغانستان له دوستانه اړيکو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چي هند له افغانستان سره خپلو مرستو ته په ټولو عرصو کي دوام ورکوي. ښاغلي سنګ زياته کړه هندوستان ته د افغانستان ثبات او پرمختګ مهم دی.

هغه زياته کړه: موږ په کونسلګرۍ کي د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ويزو او لارښونو په برخه کي اسانتياوي رامنځته کړي او د وس تر بريده د کندهار له ښاريانو سره خپلي مرستي کوو.

کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي نوي جنرل کنسل ته ښه راغلاست ووايه او هند يې د افغانستان يو ډېر نژدې او دوست هيواد وباله او زياته يې کړه چي دغه هيواد هر وخت له افغانستان سره مرستي کړي دي.

کندهار والي له دغه هيواد څخه مننه وکړه چي تل يې د افغان ځوانانو لپاره تحصيلي بورسونه ځانګړي کړي او د تعليم زمينه يې ورته برابره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *