«هندوکش وږمې» د البیروني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د دویم ټولګي د محصلانو اثر دی چې اوسمهال د عبدالمجید مومند خپروندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
په دې اثر کې نژدې دیر تنو محصلانو بیلابیلې لیکني چاپ شوي چې ډیری لنډې کیسې، ادبي ټوټي او ادبي طرحې دي. دا اثر د پوهنیار فهیم بهیر په لارښونه لیکل شوی چې ښاغلي بهیر د دې کتاب د غونډې پر مهال وویل: (( موږ باید محصلانو ته د تیوري تر څنګ عملي زده کړې هم ورکړو او په دې برخه کې د دوی له پاره مطبوعات په تېره چاپي رسنۍ د لابراتور حیثیت لري، ما محصلان وهڅول تر څو یوازې ادبی ـ هنري لیکنې وکړي ځکه دوی باید د ادبي لیکنو پر مهال د خپل تخیل، د خپل فکر او د خپلې ژبې څخه کار واخلي او یوازې په راټولونو بسنه ونه کړي ځکه راټولونې د دوی سره په علمي پرمختګ کې هیڅ مرسته نه شي کولای)).
په نوموړي اثر باندې سریزه د البیروني پوهنتون رییس پوهنوال ډاکټر فرید برنایار له خوا لیکل شوې ده او دا لړۍ د نورو پوهنتونو د زکړیالانو له خوا هم خوښه شوې د دوی پر وینا که چېرې دا لړۍ په پوهنتونو کې جارې وي نومحصلانو په ښه توګه روزل کېږي او تر فراغت وروسته به د ډېرو پېښو پر وړاندې د تحلیل وړتیا ولري.