تاند- هند نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې ځواکونو یې تېره شپه د کشمیر په کنټرول کرښه کې څو سیمې بمباري کړې.

هند دا اعلان په داسي حال کې وکړ چې نن سهار د هند او پاکستان سرحدي ځواکونو پر یو بل ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۲ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

هند وايي چې د پاکستان په خاوره کې یې ترهګر ویشتي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي.

د هند د ادعا پر اساس د دوی د نن سهار د حملې هدف د پاکستان پر خاورې برید نه و.

خو پاکستان د هند دا ادعا ردوي او وايي چې د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو موجودیت بې اساسه خبره ده.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بجوه او دفاع وزیر خواجه اصف په جلا جلا پیغامونو کې نن هند د پاکستان پر خاورې پر بې دلیله حملې تورن کړ او د هند دا اقدام یې پاروونکی وباله.

دوی په عین حال کې ویلي چې د هند د برید په ځواب کې یې پر هندي لوري ډزې کړي دي.

پاکستان منلې چې دوه پوځیان یې وژل شوي دي.

د هند دفاع وزارت ویندوی رنبیر سینګ ویلي چې یو شمېر تروریستان د کنټرول کرښې په اوږدو کې رایوځای شوي ول چې په هند کې حملو ته ځانونه تیار کړي، خو د تېرې شپې په بریدونو کې سختې مرګ ژوبلې ورواړول شوې.

سینګ دغه راز وویل چې د دغو بریدونو په نتیجه کې د ترهګرو د حملو پلانونه شنډ شول.

ده ونه ویل چې دا بریدونه هوايي و او که مځکني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *