له یوه اتلس کلن هندي څخه وروسته له دې لکۍ د جراحي عملیاتو په ترڅ کې پرې کړای شوه، چې درد ورته پیدا شو.

انډین ایکسپریس ورځپاڼې نن /جمعه/ د جراحانو له قوله وویل، دغه هلک، چې نوم یې نه دی څرګند کړای شوی، د لکي په خاطر نه سم خوب کولی شوای او نه سم کښېنستلی شوای.

د ده په شان اوږده لکۍ تر دې وړاندې په کوم بل انسان کې نه ده لیدل شوې.

tailد دغه اتلس کلن زلمکي لکۍ د هند په ناګپور ښار کې د ۳ ډاکترانو له لوري عملیات او غوڅه شوه.

ډاکتران وايي چې د وخت په تېرېدو د دغه هلک لکۍ نوره هم اوږدېده، هماغه راز چې له ماشومالي تراوسه پوري لویه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *