تاند- په پاکستان کې د فبرورۍ په ۲۷ نېټه د لوېدلې هندي الوتکې د پېلوټ ابھینندن برېتونه په هند کې فېشن شول.

ابھینندن وروسته له دې ونیول شو چې الوتکه یې په پاکستاني کشمیر کې وغورځول شوه خو ژر بېرته پرېښودل شو. کله چې ابھینندن خپل هیواد ته ستون شو، د یوه ملي اتل په توګه یې هرکلی وشو او اوس ډېری هندي ځوانان د ده په شان ږیرې او بریتونه جوړوي.

دوی نه یوازې د ابھینندن په شان ږیره او برېتونه جوړوي، بلکې خپل عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپروي.

د پاکستاني ځواکونو له لوري د دغه هندي پېلوټ د نیول کېدو او وهل کېدو ویدیو په ملیونونو ځله لیدل شوې او بیا بیا خپره شوې ده. ښايي دې ویدیو هم مرسته کړې وي چې له نوموړي څخه د هندیانو یو ملي اتل جوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *