تاند – د هند د اپوزسیون ګوند بهارتیا جاناتا ګوند مشر د شنبې په ورځ واشنګتن ته روان دی او هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د راجنات سنګ د سفر د اجنډا یوه اصلي موضوع افغانستان دی.

دغه هندي سیاستوال به پنځه ورځې په امریکا کې وي او هلته به له یو شمیر سیاستوالو، څیړونکو او هندي الاصله امریکایانو سره وګوري.

له ټاکلي جدول سره سم به راجنات سنګ د خپل سفر پنځه سره ورځې په واشنګتن کې وي او هندي رسنۍ خبر ورکوي چې نوموړی به د هند، افغانستان او سیمې پر امنیت وغږیږي. د سې شنبې په ورځ به د هند د اپوزسیون ډلې مشر په واشنګتن کې د افغانستان په اړه یوه جوړ شوي کنفرانس ته خبرې وکړي. د دې کنفرانس چارې په امریکا کې هندي محصلانو ترتیب کړې دي.

البته رپوټونه څرګندوي چې د دې غونډې په تنظیم کې د پاکستان د بلوچانو د غورځنګ یو مشر مهران بلوچ هم شامل دی.

پاکستان تل دا تورونه پورې کوي چې د بلوچستان له پاڅون کوونکو سره هند مرسته کوي، خو بلوچان په خپله دا خبرې ردوي. د واشنګتن په غونډې کې به د بلوچانو مشر د پاکستان او افغانستان پر حالاتو رڼا واچوي.

په واشنګتن کې د هندي محصلانو سرچینې څرګندوي چې په غونډه کې به پر دې ټنیګار وشي چې څرنګه کیدای شي چې د افغانستان په اړه یو ګډ دریځ خپل شي. داسې دریځ چې د افغانستان ثبات او پرمختګ ته ورسره لاره پرانیستل شي.

امریکا ته د سنګ سفر په دې پسې اعلان شو چې د حاکم کانګرس ډلې یو شمیر مشران په وروستیو کې امریکا ته ولاړل. تر اوسه پورې نه دې ویل شوې چې سنګ به له امریکایي دولتي چارواکو سره  د دې سفر په ترڅ کې وګوري که ونه ګوري.

هند له افغانستان سره د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته دوه میلیارډه ډالر مرسته کړې ده.

One thought on “د هندیانو او بلوچانو غونډه د افغانستان په اړه”
  1. یو څرګند حقیقت خو دادی چه د هند محبوبیت په افغانستان کی نسبت په پاکستان ډیر زیاد دی. وجه یی په خپله سوچ وکړی چه ولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *