تاند- په هند کې یو ماشوم، چې د مورزادي ناروغۍ په وجه یې څېره د هندیانو خدایانو ته ورته شوې، ډېر خلک د ځان عبادت ته ورمات کړي دي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ۶ کلن ماشوم (پرانشو) نومېږي او د هند په یوه کلي کې اوسي.

د جسمي نیمګړتیا له کبله په لاره سم نه شي ګرځېدلی او د نورو نیمګړو زېږېدلیو ماشومانو په شان یې څېره هم غیرمعمولي ده. اوږد تندی، او سره کش یا بزه شوې سترګې لري. خو کلیوال باور لري چې دا ماشوم بې حکمته نه دی او د هندوانو د یوه خدای (ګانش) روح پکې حلول کړی دی.

3ګانش د هندوانو په عقیده هغه رب النوع دی چې نور د انسان په بڼه دی خو سر یې د پیل غوندي دی او انسانانو ته بخت، سوکالي، شتمني او بریالیتوب په برخه کوي.

پیران نمی پرند، مریدانش مې پرانند.

3پرانشو هره پنجشنبه د کلي عبداتځای ته ځي او ګڼ خلک یې لیدو او زیات ته راځي. هم کلیوال خوشال دي چې خدای یې پرې لورول شوی او هم د پرانشو کار جوړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *