ډاکتر نسيم وردګ

په هغه څه چې هندوستان له افغان چارواکو سره قناعت ندی کړی له بده مرغه افغان لوري ورباندې حساب کړی دی. دا تخيل د توغندیو او ټوپکو ترلاسه کولو تخيل و، چې ولسمشر کرزي په دې خواست هند چېلنج کړ، حتی حیران یې کړ.

ولسمشر کرزي د سردار داود خان تجربې تکرار ته لاس وغځاوه، په روسي ګوګړ يې د امريکايي سګرټ د سوځولو یو مانور وکړ، اما هند نه داسې کار ته تیار و، نه یې د افغان ولسمشر هغه غوره ورپخه کړه، چې کرزي يې تمه کړې وه.

د تېرې میاشتې په یوه غرمه کې کرزی د پاکستان له پيريانو څخه په جنګ کې د تکليف له کبله هندوستان ته په لاره په ډاګه کړه، چې له هغه هېواده به وسلې وغواړي؛ هغسې وسلې، چې طالبان مات کړي او پاکستان به وګڼي، چې افغانستان یو خواخوږی لري، چې له پاکستان سره يې په جنګ کې ملا ورتړي، خو لاهم کرزی متوجه ندی، چې دا د ملګرتيا او عاطفې جګړې ندي، دا د ګټو خپل خپل مقطعي جنګونه دی، چې هرڅوک به خپل غم او ښادي سمبالوي.

د افغان ولسمشر د سفر له پيل مخکې هندوستان دغه سفر ته ذهناً او سياستاً چمتو والی ندرلود، حتی  نه یې غوښتل چې ولسمشر په داسې حساس وخت کې هندوستان ته د خپل سفر محتوا ته دومره اهميت ورکړي. بلې خواته کرزي د لومړي ځل لپاره ځان مجبور احساس کړ، چې د ستراتيژيکو تړونونو مؤثريت او د تعميل امکان لږ تر لږه په اسيايي هېوادونو کې وارزوي. خو په حقيقت کې کرزی له هماغه څه سره مخامخ شو، چې امريکا ورسره کړي و. دا تړونونه چې په رسنيو کې په چارشاخو بادېږي او نړۍ یې په غورو دربو کڼه شوه، په اصل کې ټول د کاغذونو او تبليغاتو يو توپان دی، چې عمل به ونلري.

هندیانو د ولسمشر کرزي ډېر احترام وکړ، یو لوی سړک یې هم د افغان ولسمشر په نوم کړ، خو د وسلو په اړه هوکړه يې د غور یو سوړ ځواب و. وړمه ورځ سلمان خورشيد وویل، موږ افغان دولت ته وسلو ورکولو ته تیاری نه لرو او اصلاً نه غواړو د افغانستان مشکلات ورڅو چنده کړو.

هندوستان له ډېره مهال په افغانستان کې له خپل ذاتي دښمن پاکستان سره په جنګ بوخت دی، البته موږ ددې جنګ ډېرې قربانۍ هم ورکړې دي، خو دغه جنګ ته هندوستان یوازې د خپلو ګټو له ديده ګوري او پاکستان هم دې جنګ ته یوازې له خپلو ګټو کتلي دي.

فکر نه کېږي، چې هندوستان به افغان ځواکونو ته د وسلو له ورکړې د افغانستان د حیات په خاطر نټه کړې وي، بلکې په هندوستان د امريکا د غوښتنو او پارټېنرۍ یو تور سيوری غوړېدلی دی. که د مثال په توګه په کابل کې یوه شپه هم د پاکستان پلوو ډلو او کورنيو جنګسالارانو جګړه زور واخلي تر ټولو عصري هندي بمونه او باروت به وګورئ چې د هند د ګټو لپاره د افغان ځواکونو تر توغندیو بادېږي، اما په اوسني حالت کې هند خپلې ګټې د امريکا په غوښتنو پسې تړلې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزير یوازينۍ غوښتنه چې له هند څخه يې په وروستي سفر کې کړې داده، چې د پاکستان د تشويش کمولو لپاره په نظامي حريفواله د هند تمرکز کم شي. د هند د هر توغندي مستردېدل افغانستان ته له پاکستانه د یو طالب د نه تګ مترادف دی. امريکا هغه سولې ته اړتيا لري، چې د معاملې په ډول پاکستان په خوښه په قطر کې ډيزايندونکې ده. دې سولې ته لوی ګواښ هندوستان کېدای شي، چې په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ له کړکۍ يې ويني. امريکا هندوستان ته ډاډ ورکړی، چې دغه سوله به په افغانستان کې د هندوستان ګټې ونه ننګوي. زما په باور په افغانستان کې ډېرې داسې پېچلې لوبې او ناخوالې دوام کولای شي، چې نه د هند او نه د پاکستان ګټې پکې ضربه ويني، خو افغانستان ژور بحران ته ورغورځولای شي.

د درنو وسلو لرلو شوق بویه افغانستان ته اوږد تکليف ورسوي، خو کله چې د ټولې نړۍ ترهګرۍ ضد ذمه واري زموږ په شخصي مکلفيت بدلېږي، نو بیا د ښو اوبدو، سپکو او درنو، ضرري او بې ضرره وسلو په معيار د افغانستان د سوله ييزې راتلونکې ننګول کومه مانا نشي لرلای.

سوله تر امريکا او هندوستان مخکې د افغانانو ضرورت دی، سولې ته له ممکنو لارو ورتګ ته اړتيا ده، خو سوله د غلامۍ په بیه هم دوام نشي کولای او نور عقده يي جريانونه زېږوي. جنګ د سولې د تعمیل يوه مرحله ده، البته په هغو شرايطو کې چې مخالف لوری د خپل زور ګراف د وسلو په استعمال او د خلکو په قتل عام ټاکي. پداسې حالاتو کې دولت بايد د خپل جنګي قوت يو تاثير ثابت کړای شي. دغه قوت د دوه نیم لکه ملي ځواکونو په جنګولو سره سره افغان دولت د څلويښت زره طالبانو پر وړاندې ثابت نکړای شو، علت يې دادی، چې نړیوالې ټولنې د خالي لاسو افغان ځلميانو پوځ د روزل شوو او مسلح ترهګرو په مخ کې ودراوه. اوس هم امريکا او هم سيمه ييز خواخوږي د افغانستان د جنګ له حقيقت څخه د هندوستان په شان انکار کوي، د ترهګرو عنوان برحال دی، د جنګ ليکې معلومې دي، د افغانستان تاسيسات او خلک په نښه دی، اما د هوايي ځواک تجهيز او لرې واټن ویشتونکي توغندي ضرورت نه ګڼل کېږي. داسې تشويشونه پيدا شوي، چې ځينې هېوادونه د جنګ او ثبات په توازن ساتلو کې ژورې ګټې لري او دغه ګټې د هغو احتمالي ملګرو په اړه هم د شک وړ دي، چې له موږ سره ستراتيژيک تړونونه لري. اوس په افغانستان کې دا سوالونه ډېر مطرح دي، چې سلمان خورشيد دې خپلې خبرې تفسير کړي، د وسلو د ورکړې څه خطر او د نه ورکړې څه ګټه، له هند سره ستراتيژيک تړون څه مانا او له پاکستان سره د کشمير په کشاله د هند د زور ازمويلو قيمت ولې له افغانستانه؟!

له محور ورځپاڼې په منننې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *