تاند- د هند په الیکترونیکي یا انترنیتي سوداګرۍ کې سږ کال په سلو کې ۳۰ زیاتوالی راغلی او ۲ تریلیون او ۱۰۰ ملیارد روپیو یعني ۳۱۵ ملیارده او ۱۷۳ ملیون ډالرو ته رسېدلی دی.
د هغه راپور له مخې چې نن /پنجشنبه/ خپور شو، تېر کال (۲۰۱۵) د هند د ټولې الیکترونیکي سوداګرۍ ارزښت ۱۸ ملیارده او ۸۷۰ ملیون ډالره و.
د هند د انلاین سوداګرۍ ارزښت ۱۱ ملیارده او ۴۶۵ ملیون ډالره او ناانلاین ۷ ملیارده او ۴۰۴ ملیون ډالره دی.
په هند کې د انترنیت (انلاین) له لارې د الوتکو او اورګاډو د ټکټونو د پلورل کېدو له کبله په دې برخه کې راکړه ورکړه زیاته شوې ده.
همداراز په دغه هیواد کې د انترنیټ له لارې د ۲ ملیارده او ۱۱۷ ملیون ډالرو په ارزښت موبایل ټېلفونونه او د هغو وسایل پلورل شوي دي.
د تازه شمېرو پر اساس اوس د هند اقتصادي وده په نړۍ کې تر بل هر هیواد زیاته او چټکه ده.
د هند اقتصادي ودې ته افغانان هم خوشاله کېږي ځکه چې دغه هیواد په تېرو ۱۵ کلونو کې له افغانستان سره سخاوتمندانه مرستې کړي چې وروستۍ بېلګه یې د افغان- هند د دوستۍ بند یا سلما دی چې تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي د هرات ولایت په چیشت شریف کې پرانست.