تاند- د هند او ازبیکستان مشرانو موافقه وکړه چې په افغانستان کې به د ثبات د راوستلو لپاره په خپل منځ کې همکاري کوي.
دا موافقه په نوي ډیلي کې د ازبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف او د هند د صدراعظم نریندر مودي په کتنه کې وشوه.
د هند صدراعظم نریندر مودي د ازبیکستان له ولسمشر میرضیایف سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل«دواړه هم هند او هم ازبیکستان په خپل شاوخوا کې د سوله ییز او سوکال چاپېریال غوښتونکي دي. موږ په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د دوی د هلوځلو ستاینه کوو. زه تاسو ته ډاډ درکولی شم چې هند به ستاسو له هلوځلو سره مرسته وکړي. دواړه هیوادونه هم هند او هم ازبیکستان د سوکال، امن، او ولسواک افغانستان هیله لري.»
مودي همداراز وویل چې هند به ازبیکستان ته ۲۰۰ ملیون ډالره کریډیت د دې لپاره ورکړي چې په دغه هیواد کې د ارزانه کورونو پر جوړولو ولګېږي او ۸۰۰ ملیون ډالره نور د ایګزم بانک له لارې پېرېدونکو ته د کریدیټ لپاره ورکوي.
د ازبیکستان ولسمشر وویل چې هیواد یې لېوال دی چې د شمال – جنوب په نړیوال ترانزیتي کوریدور کې شامل شي.
د دواړو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې یادونه شوې چې هند لېواله دی چې د ازبیکستان په ملاتړ د عشق اباد په موافقه کې شامل شي.
په اعلامیه کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ شوی دی.
دواړو خواوو ویلي چې د تروریزم له ټولو ډولونو سره مبارزه په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره مهمه ده.
هند ته د شوکت میرضیایف د سفر په لړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۱۷ موافقې لاسلیک شوې.