د هند صدراعظم نریندر مودي او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف

تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: د هند لومړي وزیر نریندر مودي ولسمشر غني ته د نوروز او د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځل بریالي کېدو او ولسمشرۍ مبارکي ویلې ده.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي له ولسمشر غني سره په تلیفوني تماس کې ویلي، د نوروز مېله د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو کلتوري اړیکو ښکارندويي کوي.

ښاغلي مودي له ولسمشر غني سره د سیمې د حالاتو تر څنګ له کوویډ۱۹ وبايي ناروغۍ سره د مبارزې په لارو چارو او ګډو اقداماتو هم هوکړه کړې ده.

هند پرون د کورونا وایرسو د مخنیوي لپاره د سارک بسپنې یا صندوق ته د یو ملیون ډالره مرستې د ورکولو په خاطر د افغانستان مننه وکړه.

له بلې خوا د ترکمنستان ولسمشر قربان قري بیردي محمدوف، ولسمشر غني ته د بیا ځلي ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
ښاغلي محمدوف له افغانستان سره په ګډو همکاریو، متقابلو اړیکو او د باور وړ دوستانه اړیکو په دوام ټینګار کړی دی.

قربان قلي بیردي محمدوف ولسمشر غني ته د نوروز مبارکي هم ویلې او افغانستان کې یې د سولې د ټینګښت هیله کړې ده.

نوموړي همدا راز یو فرمان هم لاسلیک کړی چې له مخې به یې تر ۲۰۲۲ کاله پورې ترکمنستان له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *