د هند او پاکستان ترمنځ رقابت او سیالۍ افغانستان ډېر زیانمن کړی دی. دواړه هېوادونه د کشمیر د مسالي په سر سره اختلاف لري او تر اوسه یې درې ځلې جګړې کړي دي. لومړۍ جګړه یې په ۱۹۴۷ کال کې وشوه، دویم ځلي جګړه یې په ۱۹۶۵ کال کې او درېیمه جګړه یې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګال په ملاتړ وشوه، چې په پایله کې یې بنګله دېش له پاکستان نه خپلواکي ترلاسه کړه.
له تېرو څو لسیزو راهیسې هند او پاکستان د خپلې سیالۍ محور افغانستان ګرځولی دی. د مجاهدینو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان وتوانېده، چې له افغانستانه د هند لاس لنډ کړي، ان تر دې چې د مجاهدینو ډلې ډلې یې د هند پر وړاندې په کشمیر کې وجنګولې.
خو هند له ۲۰۰۱ کال نه را وروسته د خپلې پیاوړې ديپلوماسۍ له مخې ډګر په خپله خوا واړاوه او وتوانېده، چې په افغانستان کې د هند لاس پر پاکستان بر کړي. له افغانستان سره د هند کابو دوه میلیارده ډالره مرستې هم د همدې لپاره وې.
هر څومره چې هند په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې کړي، پاکستان یې پر وړاندې مستقیم او غیر مستقیم غبرګون ښودلی دی. پر هندي انجینرانو، سفارت او قونسلګریو بریدونه له همدې امله دي. په افغانستان کې د هند د نفوذ پراخېدو وېرې پاکستان تر دې کچې اندېښمن کړی و، چې په ۲۰۱۱ کال کې پاکستان له افغان سولې سره د مرستې لپاره د خپلو غوښتنو یو اوږد لړلیک ولسمشر کرزي ته وسپاره او ترې یې غوښتنه وکړه، چې باید منلو ته یې چمتو شي. په دې مسایلو کې یوه مساله په و لایاتو کې د هند د قونسلګریو تړل وو.
پاکستان یوازې په افغانستان کې له هند سره خپله سیالي مخ ته نه وړي، بلکې له دې هم وېره لري، چې د کابل حکومت به ترېنه د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه وپوښتي. یانې که په کابل کې یو پیاوړی حکومت رامنځته شي؛ ښایي د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمي ډول له منځه یوسي، یا د کرښې هاخوا پښتنو او بلوڅو سره به مرسته وکړي، څو له پاکستان نه د بېلتون غوښتنې مبارزې چټکې او خپله خپلواکي ترلاسه کړي. هغه کار چې تر اوسه افغان حکومت یې په کولو نه دی توانېدلی.
په افغانستان کې د پاکستانیو بې کیفته توکیو لپاره افغان بازار، منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره د افغانستان ټرانزيټي لاره او نور مسایل هم په افغانستان کې د پاکستان د اهدافو برخې جوړوي. چې د دې ټولو لپاره پاکستان د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي. هر کله چې یوه ډله له کاره ولوېږي، ریزف ورته بله ډله لري. د بېلګې په ډول، کله چې افغان مجاهدین له کاره ولوېدل، د طالبانو پروژه رامنځته شوه، دغه راز د حقاني شبکې په ګډون، لشکر طیبه، جیش اسلام، لشکرالاسلام او لسګونه نورې وسله والې سخت دريځې ډلې.
اوس چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وتلي او د روان کال په پای کې به بشپړ ځواکونه ووځي، د دواړو هېوادونو رقابتونه جدي شوي دي. په دې مانا چې د القاعده شبکې غړو په هند کې د خپلو فعالیتونو د پیلېدو خبر ورکړی، چې ښايي تر ډېره په دې کار کې د پاکستان لارښونه وي. پاکستان په افغانستان کې په تېره یوه لسیزه کې او یا له هغې هم ډېر د خپلو کړنو له امله، خپل نفوذ بایللی یا په بله مانا د پاکستان د کړنو او ناوړه سیاست له امله عام ذهنیت په ناغوښتي ډول، د هند په ګټه تمام شوی دی. عام ولس له پاکستان سره عقده پیدا کړې، چې په بدل کې یې هند ته میلان زیات شوی دی. ښایي یو لامل یې له افغانستان سره د هند پرېمانه مرستې وي.
هند د خپل خاموش او سنجول شوي سیاست له مخې له روان بهیر نه په ګټنې د پردې تر شا ښه توانېدلی، چې څنګه افغان ذهنیت د پاکستان پر وړاندې را وپاروي. خو پاکستان یې بیا په بدل کې پخواني تګلاره خپله کړې ده. پوځ اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان او هند پر وړاندې دې د پاکستان بهرنۍ ستراتېژي بدله شي. په پاکستان کې د وروستي اړو دوړ یو لامل هم همدا دی.
نوازشریف چې له پوځ نه ښه خاطره نه لري، کوښښ کړی د سیمې شته واقعیتونو ته د نویو حالاتو او جریاناتو په پام کې نیولو سره ځواب ورکړي، چې دې کار د پوځ اندېښنه راپارولې او نه غواړي، چې خپله کړې لوبه په ۹۰ دقیقه کې ـ د هغوی په وینا ـ له لاسه ورکړي. عمران خان او طاهر القادري د ای اېس ای او پوځ په مرسته او لارښوونه په لاریونونو لاس پورې کړی، د دې لپاره چې نواز شریف له خپلو سیاستو را وګرځوي، کمزوری یې کړي او حتی له واکه یې لرې کړي، څو پوځ په اقتدار شي. د نواز شریف په ګوښه کېدو او یا کمزوري کېدو سره به په افغانستان کې پوځ د خپلو کړنو لپاره ډېر صلاحیتونه ولري او کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، پوځ هڅه کوي، چې د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په خپل کنټرول کې ولري. خو په مقابل کې يې هند هم هڅه کوي، چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره روان بهیر حفظ شي، د هند برلاسي نوره هم زیاته او پاکستان نور هم کلابند کړي.
په کابل کې د هند له لوري د تر ټولو ستر ملي توغ د رپاندولو یوه موخه دا وه، چې پاکستان ته وښايي، چې افغانستان اوس یو خپلواک هېواد دی، نشي کېدای چې د پاکستان ستراتېژیک عمق شي، یا د پاکستان د خوښې حکومت په کې راشي او د مجاهدینو یا طالبانو د واکمنۍ د مهال په څېر په کې د پاکستان راج وچلېږي.
د هند د کورنیو چارو د وزیر وروستی خبرداری هم پاکستان ته یو پيغام درلود، چې هند اوس کولای شي، د القاعدې په څېر د هرې وسله والې ډلې ځواب ووايي. په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ له بریدونو وروسته هند له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د خپل ځواک په پياوړي کېدو ښه خواري کړې او په هر حال کې د دې وړتیا لري، چې د پاکستان روزل شوې وسله والې ډلې په هند، کشمیر، افغانستان او ان د بلوڅو بېلتونپالو په مرسته په بلوچستان کې وځپي.
له دې ښکاري، چې افغانستان به د اوږده مهال لپاره د دواړو هېوادونو د سیاستونو او رقابتونو په اور کې سوځوي. که راتلونکی حکومت په افغانستان کې داسې یو بستر رامنځته کړي او دواړو هېوادونو ته ډاډ ورکړي، چې د هند او پاکستان ګټې همهاله په یوه پیاوړي، باثباته او پرمختللي افغانستان کې تامینېږي، ښايي تر یوه ځایه دواړو هېوادونو ته مثبت ځواب ویل شوی وي. د ولسمشر کرزي د حکومت په څېر یو اړخیز میلان او تمایل افغانستان نور هم د جګړې او اور لمنو ته ټيل وهي.