حفیظ الله معروف

هند یو ځل بیا د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو لپاره افغانستان ته ۱۰۰۰ د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه ورکړې دي. له څو کلونو راهیسې، هند له بل هر هېواده ډېر د زده کړو بورسونو افغانانو ته ورکوي. ټاکل شوې وه دا لړۍ د ۲۰۱۵ کال په پای کې وتړل شي خو هند ته تیر کال د ولسمشر اشرف غني له سفر وروسته، دا بهیر تر ۲۰۲۰ کال پورې وغځېد.

دلته پر دې خبرې نه کوو چې هند ولې افغانانو ته د تحصلې بورسونو په ورکړه کې لیوالتیا ښي، ځکه بیل او تفصلي بحث دی، خو له دې فرصت ګټه واخلئ. ما په هند کې دوه کاله د ماسټرۍ زده کړې وکړې او تازه همدا څو میاشتې مخکې ترې فارغ شوی یم. په دې موده کې ډېر داسې څه راته روښانه او تجربه شول چې ښايي دغه هېواد ته د تلونکو افغان محصلانو لپاره یې لوستل ګټور تمام شي. زه په همدې موخه خپلې تجربې دلته لیکم.

لومړی تحصلي بورس څنګه تر لاسه کړو؟

کله چې هر کال د سنبلې په لومړیو او یا هم پای کې د هند بورسونه اعلانېږي، ډېری مینه وال نه پوهېږي چې غوښتنلیک چېرته او څنګه وسپاري، له چاسره اړېکه ونیسي، څه ډول یې ډکه کړي او بلاخره امتحان کې څنګه برخه واخلي….؟

له بده مرغه د هندوستان بیروکراسي دومره پيچلې او اوږده ده چې د افغانستان له اداري کاغذ پرانیو څو چند سخته او نهلې کوونکې ده، او کله چې د دواړو هېوادونو دا اوږدې پروسې سره ځای شي نو بیا له هر چا لاره ورکه کړي. خو زغم به کوئ او دا هر څه به خپل هدف ته د رسېدو لپاره په ځان منئ.

د افغانستان حکومت له هندوستان سره له څو کلونو راهیسې داسې هوکړه کړې چې د بورسونه چارې او د محصلانو د ټاکنې بهیر به د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مخ ته وړي. د ماسټرۍ بورسونو لپاره د وزارت پخوانۍ میکانیزم دا وه چې د کانکور په بڼه غمومي ازموینه به یې له هغه محصلانو اخیسته چې د لسانس په دوره کې یې له ۶۵ سلنه پورته نمرې وړې وي. بل شرط یې دا اېښی و چې دوه کاله به یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وي، لکن دا شرطونه به هغه خلکو ماتول چې زوراکي به وو.

وروسته دا پروسه ختمه شوه او دهند ماسټرۍ بورسونه یواځې هغو کاندیدانو ته ورکول کېدل چې له دولتي ادارو نه لوړو زده کړو وزارت ته د امتحان لپاره پېژندل کېدل. له دوی د انګریزي امتحان اخیستل کېږي او بریالي کاندیدان وروستي پړاو ته لار مومي. د انګریزي امتحان یې سخت نه وي خو چمتوالی اړین دی. په غالب ګمان دا پروسه اوس هم شته- که شرایط بدل شوي نه وي.

د دې پروسې ستونزې بیا دا ده چې هغه څوک پکې برخه نه شي اخیستی چې دولتي مامور نه وي. ځینې کسان په دې پروسه کې د فساد ادعاوې هم کوي چې بحث پرې نه کوو. یوه ډېر مهم ټکي ته مو تل پام وي چې همېشه ستاسې د تحصلي بورس چانس سوځولی شي. له ښوونځیو او لوړو زده کړو (لسانس یا ماسټري) فارغ شوي کسان تل باید د خپلو اسنادو انګریزي بڼه له وړاندې او له فراغت سملاسي وروسته تر لاسه کړي. د دې ترڅنګ، پر اسنادو مو د بهرنیو چارو وزارت د تایید ټاپه هم له شک پرته اړینه ده. په تحصلي اسنادو کې د عمر یا زېږېدو نیټه باید په پاسپورټ کې د زېږېدو له نیټې سره حتما برابر وي. له بده مرغه په افغانستان کې زما په شمول ګڼو ځوانانو ته د خپلې زوکړې تاریخ نه دی مالوم. ښه لاره یې دا ده چې د اسنادو له اخیستو مخکې د زېږدو نېټه له خپل مور او پلار سره په مشوره وټاکئ. که هغوی ته کره نېټه نه وي مالومه، ښايي اټکلیز کال او میاشت درته وښيي.

تاسې د بورسونو په اړه کره مالومات له لاندې ځایونو تر لاسه کولای شئ:

  • همېشه د لوړو زده کړو وزارت ویب پاڼه وګورئ- په ځانګړي ډول د بورسونو اړوند اعلاميې
  • هغه اعلامیې په غور ولولئ چې د کاندیدانو شرایط پکې لیکل شوې وي.
  • هغه شمېرې ته زنګ ووهئ چې د وزارت په پاڼه کې لیکل شوې وي، خو پام مو وي چې دا شمېر د ډېر مصروفیت له امله ټولو ته ځواب نه شي ویلای
  • او که په کابل یا یې نژدې ولایتونو کې یاست، مخامخ د لوړ زده کړو وزارت ته منډه واخلئ او د بورسونو  چارو امریت نه مالومات وکړئ. دې شپو ورځو کې، د دې امریت مامورین خورا بوخت وي ځکه سلګونه او آن زرګونه کسان د تحصلي بورسونو اړوند پوښتنې کوي، ښايي د ستړیا له وجې مو کله کله نهلي کړي، سم ځواب در نه شي کړای خو زغم به کوئ—ځکه مخکې لوی هدف لرې.

Afghan students in Indiaخو ډېر وخت شکایت دا کېږي او پر ځای هم دی چې په کابل کې د هندوستان سفارت او په ولایاتو کې قونسلګرۍ اکثره وخت د دې بورسونه یوه غوښنه برخه په خپله خوښه هغو کسانو ته ورکوي چې د دوی خوښ وي. ډېر وخت دا بورسونه قومي مشرانو، د ملي شورا  ځینو غړو، مدني ټولنو، مخورو، قومندانانو او ځینې نورو زورواکانو ته هم ورکول کېږي. ځینې وخت په ولایتونو کې قونسلګرۍ هم دا اختیار لري چې له ځینو خلکو امتحانونه واخلي. نو په ولایاتو کې د هند له قونسلګریو او خپلو وکیلانو سره هم اړیکه وساتئ.

د لسانس دورې لپاره د کاندیدانو ټاکل پروسه هم پیچلې او هم ساده ده. له دې امله ډېرې نیوکې پرې کېږي. په تېرو کلونو کې دود دا وه چې دې بورسونو ته هغه کسان غوره کېدل چې په کانکور ازموینه کې یې په خپل ولایت کې لوړې نومرې اخیستې وي. لوړو زده کړو وزارت هر ولایت ته ځانګړې له برخه ټاکلې ده. د لسان لپاره دا پروسه بیا نورې ستونزې لري. داسې هم شوي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې محصلانو تر درېیم یا هم څلورم سمستر پورې مخ ته تللي، له هغې وروسته بورس ته پېژندل شوي دي، دا بیا د وخت ضایع کول او ناسم مدیریت دی.

له دې لارې ډېر داسې محصلان هم تللي چې کانکور کې یې نومرې لوړې وړي، خو په انګریزي هیڅ نه پوهېږي—لکن بورس ته پېژندل شوي وي. دا بیا بله لویه ستونزه ده چې خپله محصل ترې د درس پرمهال کړېږي. له همدې وجې ځینې محصلان د زده کړو پرمهال بیرته تښتې ته مجبورېږي.

څلور یا پنځه کاله وړاندې، مخکني ولسمشر حامد کرزي د يوه پلان له مخې هر کال پنځه میلیونه ډالره د حکومت له بودجي بهر کې د ځوانانو د زده کړو لپاره ځانګړي کول. دا پروسه اوس هم روانه ده. د دې کسانو ډېره برخه هند، مالیزیا، ترکیه او ځینو نورو هېوادونو ته لېږل کېږي. دا کسان د لوړو زده کړو وزارت له خوا استول کېږي. د دې پروسه یوه ښېګنه دا ده، هغه محصلانو ته چې په انګریزي نه پوهېږي، د زده کړو له پیل مخکې د څو میاشتو لپاره انګریزي زده  کړې لنډ کورس هم لري. امتحان یې د لوړه زده کړو وزارت اخلي، نو له دې لارې هم خپل بخت ازمویلای شئ.

دويم پړاو

که چېرې د پورتنیو سرچینو له مالوماتو وروسته، ستاسې شرایط تحصلي بورس ته د کاندیدېدو لپاره برابر وو، نو بسم الله کړئ ځکه وخت یې لږ او پروسه یې اوږده. په وزارت کې له اړوند څانګې وغواړئ د امتحان لپاره کومو او څه ډول اسنادو ته اړتیا لري. د اسناد د جمع کېدو وروستۍ نیټه، ځای او د امتحان ورځ هم ترې پوښتئ. ډېری وخت دا مالومات وروسته په ویب پاڼه کې هم خپروي. همغسې چې مخکې یادونه شوه، لږ تر لږه هر ورځ د لوړو زده کړو وزارت ویب پاڼې ته د تازه مالوماتو لپاره سر ورښکاره کړئ. د هر بهرني بورس لپاره انګریزي ژبه لومړنی شرط دی. نو په دې برخه کې لټي ستاسې د بورس د سوځېدل لامل ګرځي.  کوښښ وکړئ له وړاندې دې برخې ته چمتوالی ولرئ. د امتحان پرمهال پر ځان ډاډه واوسئ او مه ورخطا کېږئ. که یو ځل مو نتیجه مثبت نه وه، مه نهیلي کېږئ… بیا بیا امتحان ورکړئ. دوامداره هڅې حتما پایله لري او اخر به مو خپل هدف ته ورسېږئ.

درېیم پړاو

کله چې تاسې په انګریزي ازموینه کې بریالي شوئ، بل مهم او برخلیک ټاکونکی پړاو مو د پوهنتون او  پوهنځي ټاکل دي. په دې برخه کې لومړی له ځان، کورنۍ او بیا له هغو دوستان او ملګرو سره مشهوره وکړئ چې په دې اړه تجربه لري. که چېرې په دې برخه کې بې غوري وکړئ، ښايي د تحصیل ټوله دوره مو وغميږي. د پوهنتون او رشتې له ټاکلو مخکې لومړی په انټرنیټ کې د هغو پوهنتونونو او پوهنځیو په اړه بشپړه مالومات ترلاسه کړئ چې تاسې یې انتخابول هوډ لرئ.

Indiaدا هم وګورئ چې درسي نصاب یې ستاسې له خوښې سره برابر دی او کنه. هیر مو نه شي، د پوهنتون چاپیریال او هوا هم ستاسې پر زده کړو او طبعیت اغیز کولای شي. زما یوه ملګري له همدې امله له هند پښې سپکې کړې وې چې د پوهنتون چاپيریال یې خوښ نه و، ځکه باران پکې ډېر کېده او دا د هغه له طبعیت سره برابر نه و. د دې ترڅنګ دا هم وګورئ چې هر کال څومره بهرني محصلان هغه پوهنتون یا پوهنځي مني چې تاسې پکې د زده کړو اراده لرئ.

په هند کې پوهنتونونه او یا هم  پوهنځي ستاسې د اسنادو له مخې ستاسې د قبلېدو یا هم ردېدو پرېکړه کوي. نو تر ټولو ډېره هڅه دا وکړئ چې کافي اسناد برابر کړئ. د پوهنځي، ښوونځي، کورسونو، ورکشاپونو، ټرینګونو او هر ډول تجربې اسناد مو ولېږئ. په هند کې  اسنادو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او ځکه یې بیروکراسي هم په نړۍ کې نوم لري.

په اسناد کې د نوم، تخلص، پلار او نیکه نومونو سم لیکل هغومره مهم دي لکه انګریزي ژبه چې د زده کړو لپاره مهمه ده. په دې مانا چې که ستاسې نوم د ښوونځي په اسناد کې یو ډول، د پوهنتون په ټرانسکريپټ کې بل ډول او غوښتنلیک کې هم مختلف وي، ډېر امکان شته چې اسناد مو قبول نه کړي او غوښتنلیک مو رد شي.

کله چې فارم ډکوئ، یواځې هغه پوهنتونونه او پوهنځي مه غوره کوئ چې ډېر مشهور او د هند د سر سر په پوهنتونونو کې راځي. ځکه غوښتنلیکونه ډېر او کسان لږ مني. نو په درېیو انتخابونو کې یو ا نتخاب له داسې پوهنتونونو هم وکړئ چې ډېر مشهور نه وي. ډېر وخت له همدې وجې د محصلانو اسناد مستردېږي.

په هند کې د ماسټرۍ لپاره د ګڼو پوهنتونو یو معیار د لسان په دوره کې د محصلانو لوړې نومرې هم دي. ډېره کله د پوهنتون چارواکي هغو محصلانو ته لومړیتوب ورکوي چې د لسانس په د وره کې یې لوړې نومرې وړې وي. Recommendation Letters  هم په دې برخه کې ډېره مرسته کوي، نو له اسنادو سره یې له پامه مه غورځوئ.

غوښتنلیک ولې ردېږي؟

ډېر وخت داسې هم شوي چې کاندیدان په انګریزي امتحان کې بریالي شوي وي، اسناد یې هم په ټوله مانا برابر وي، خو بیا هم د زده کړو لپاره نه قبلیږي. یوه مهم لامل یې په وزارت کې ناسم پوهاوی یا قصدي چاره ده. هندوستان په غالب ګمان هر کال په ۱۰۰۰ بورسونو کې ۸۰۰ د لسانس او پاتې نور یې د ماسټرۍ لپاره وي- د دوکتورا شمېر پکې ډېر کم وي. د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۰ کسانو پر ځای د ۳۰۰ یا هم ۴۰۰ محصلانو اسناد په کابل کې د هند سفارت ته سپاري. هندوستان کې د ICCR یا د هندوستان د کلتوري اړېکو کمیسیون- چې د ټولو بهرنیو تحصلي بورسونو مسوولیت لري، له ۳۰۰ یا ۴۰۰ کاندیدانو یواځې ۲۰۰ قبولي او پاتې نور که په شرایطو برابر هم وي، بیرته مستردوي. ډېر محصلان له همدې وجې هم نهیلي کېږي.

که له دې ټولو پروسو تیر شوئ او له هندوستانو مو د پوهنتون منښته راغله، نور غم مه کوئ. بیا مو پاسپورټ واخلئ، بستره او ملا مو وتړئ او اراده مو پياوړې کړئ. هندوستان ته له روانېدو مخکې کوښښ وکړئ ستاسې په اړوند پوهنتون کې کوم افغان محصل پيدا کړئ چې په لومړیو ورځو کې مو مرسته وکړي. له نیکه مرغه افغانان له خپل هېواد دباندې له بل هر افغان سره په اخلاص مرسته کوي—یواځې په ډیلي کې له هغو افغانانو ځان وساتئ چې ناروغانو سره د مرستې په نوم د هغوی جیبونه لوټوي.

په هندوستان کې له نیکه مرغه قیمتي نه ده او له کابل سره یې بیې تقریبا ورته او په ځينو برخو کې ترې ارزانه هم دي. نو ډېر پیسو ته اړتیا نه لرئ. یواځې د ۵۰۰ ډالرو په اندازه پيسې مو په لومړي سر کې بسنه کوي. ای سي سي ار هر میاشت د 10000 او 12000 افغانیو ترمنځ ستاسې بانک اکونټونو ته در استوي، په دې پيسو هند کې د منځنۍ کچې ژوند کېدای شي.

ځینې محصلان په شخصي  کورونو کې ژوند کوي، د نورو بیا لیلې خوښې وي. زما په څېر محصل ته ښايي دهغوی د ترخو خوړو خوړل ډېر سخت وي نو ځکه یې په لیلیه کې یې نه یم اوسېدلی. وروستۍ مهمه خبره دا ده چې هند کې ښايي لومړۍ میاشت یا په ټوله کې لومړی سیمستر خورا سخت در تمام شي خو هیڅکله د تېښتې هڅه ونه کړئ. ځینې ځوانان له بده مرغه په لومړۍ میاشت کې د بعضو مشکلانو له وجې تېښتې ته اړ کېږي چې وروسته پښېمانه وي خو څه په لاس نه ورځي.

په هندوستان د محصلۍ په دوره کې ښايي له ډېرو کلتوري فعالیتونو Cultural Functions سره هم مخامخ شئ. نو د افغانستان بیرغ او د هېواد ځینې مشهورې نښې هم درسره یوسئ. په کوټه یا کور کې د وطني شعرونو، ملي سرود، ملي بیرغ، د مشهور ځایونو.. شته والی په زړه کې د وطن مینه ژوندۍ ساتي. له بدغه مرغه هند کې مې په دوو کلونو کې ډېر داسې افغان ژڼي وليدل چې هلته یې قومي مسایلو ته لمن وهله، آن یو بل یې په چړو هم سره وهلي وو. په دې سره د افغانستان نوم ته لا نور زیان هم اوښتی شي. نو هڅه وکړه سره له اوسه مو فکر ملي کړئ او د یوه قوم پر ځای ملت او افغانیت ته پام ټول وساتئ، ښايي ژوند مو خوږ او له هیلو ډک شي. له زده کړو وروسته باید داسې څوک راستون شئ چې ډېر مثبت اړخونه یې مو له ځان سره راوړې وي.

زه باوري یم په دوه کلنه او یا هم درې کلنه تحصلي دروه کې ستاسې ژوند بشپړ مثبت لور ته بدلون کولای شي، خو په دې شرط چې اراده مو پیاوړې، اهداف مو مشخص او د تر لاسه کولو میکانیزم یې معقول وي. کوښښ وکړئ د زده کړو پرمهال مو ورځپاڼې، د هندوستان لرغونۍ تاریخ او اداره هم ولولئ. په رخصتیو کې د هندوستان تاریخي ځایونو او نورو ولایتونو ته هم سر ورښکاره کړئ. له بده مرغه ما دا کار ونه شوای کړئ، ځکه اوس پښېمانه یم. ښايي ډېر څه له سفرونو او د هندوستان له بیلا بیلو کلتورونو زده کړئ.

خبرې به مې په دې را لنډه کړم چې هره ورځ د ټولګي له درس وروسته کتابتون ته لاړ شئ. ښايي په لومړیو کې دا کار سخت وي، خو له عادت وروسته به ترې خوند اخلئ. او که وخت مو درلود، د خپلو درسونو مهم برخې مو پښتو ته وژباړئ چې پښتو هم غني شي او نور هم ترې ګټه واخلي. د محصلۍ په دې دوره کې، د زده کړو ترڅنګ له دې ژونده خوند واخلئ، ځکه دا فرصت بیا نشته. زه تل د محصلۍ د ژوند ارمان کوم.

بریالي اوسئ.

د سيپټمبر ۱۴ – ۲۰۱۶

3 thoughts on “د هند بورسونه څنګه تر لاسه کړو؟/ حفیظ الله معروف”
  1. محترم ورور معروف صاحب جزاکم الله خیرا.
    تاسی خپلو وطنوالو ځوانانو ته کامله لارښوونه کړیده ،الله رب العزت دی کامل اجر او عزت درکړی ،دیته وایی احساس د مسؤلیت او حسن نیت چه دواړه عالی خصوصیات ،ښه مرتبه او اجر لری،خو زما وړاندیز او مؤمنانه توصیه حکامو او واکدارانو ته داده چه دا بورسونه په عادلانه معیار په مستحقینو د ملت وویشی ځکه چه عالی استعدادونه د خدای جل جلاله لوی نعمت ،ملی او حتی بشری سرمایه ده ، ډیر احتیاط او دقت غواړی چه ضایع نشی او نا اهلانو ته لکه ګرګ زاد ګانو او مفتخورو ته ورنکړ شی باید د ملت جوړونی لپاره تری کار واخیستل شی.
    که مو په یاد وی د تنظیمونو انحصاری او شخصی روابطو ویش او په تیرو ۱۵ کلونو کی فاسد حکامو برسونه اوبیت المال سخت متضرر کړی او په نازولو یی افغانان په بهرکی هم شرمولی او دملت لپاره څه تری جوړ شوی ندی چه هغه تجربی دینه وروسته تکرار نشی.

  2. مننه زما افغان وروره
    ډیر په زړه پورې معلومات دله مونږ سره شریک کړي د ستایلو یې حد نشته په رښتیا هم تجربه د علم پلار ګڼل کیږي ټولې هغه تجربې د له مونږ سره شریکې کړې دي چې هر محصل ورته اړتیا او په اړه یې معلومات نه لرل. ټول معلومات د ډیر ګټور ؤ تر ډیره حده مې نوی معلومات تر لاسه کړل خو زه یو شي ته متوجه شوم چې د پاسپورټ او تعلیمي اسنادو په اړه ؤ چې دپیدایښت نیټه زما پکشې فرق لري په پاسپورټ کې یو کال کمه لیکل شوې ده او په اسنادو کې یو کال زیاته لیکل شوی ده په اړه یې معلومات غواړم د او دحل لاره یې راته وښایه چې سنګه دغه مشکل حل کړم. او بل زما ټول اسناد د شخصي پوهنتون دي پدې کې خو به کوم مشکل نه جوړیږي
    او د ټولو اسنادو د انګریزي ژبې ترجمه واخلو که سنګه وکړو؟
    که ستا خپله لیکنه ولیده او زما پوښتنو ته د جواب راکړو غټه مهربانی به دوي او یا یې نورو وروڼه په اړه معلومات لري.؟ ل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *