تاند- د هندي کشمیر په اوري سیمه کې د دغه هیواد د پوځ پر یوې اډې د پاکستان پلوو سختدریځو له حملې وروسته د هند جنګي الوتکې د پاکستان پولې ته نژدې په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوې.

پاکستاني رسنیو نن /چهارشنبه/ وویل چې د ۱۷ هندي پوځیانو له وژل کېدو وروسته هند خپلې جنګي الوتکې د پاکستان پولې ته نژدې سیمو ته لېږدولي دي.

په همدې حال کې پاکستان هم خپل پوځ ته د تیارسي امر کړی دی او د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له صدراعظم نوازشریف سره، چې په نیویارک کې دی، د هند د وروستیو خوځښتونو او له هند سره د پاکستان د اړیکو پر خرابېدا خبرې وکړې.

راپورونه وايي چې پاکستان هند ته د مسافروړونکو الوتکو تګ راتګ ځنډولی دی.

هند خبرداری ورکړی چې که یو ځل بیا د پاکستان له لوري پرې برید وشو، بلوچستان به له پاکستانه خپلواک کړي.

One thought on “د هند جنګي الوتکې د پاکستان پولې ته څېرمه ځای پر ځای شوې”
  1. Salamooona
    Ka hindustan balochano sara pa azadi ke komak wakri waqighi bashardoostano hewadoono ke ba shmar she nan che bangladish khpala azadi lari pa de ke de hindustan sadiqana koshashona woo de hindustan de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *