تاند- هند نن /سې شنبه/ افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو امکان رد کړ خو ویې ویل چې په جنګ ځپلي افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره خپل پرمختیايي فعالیتونه پراخ کړي.
د هند دفاع وزیرې نیرمالا سیتارامان دا خبره په نوي ډیلي کې د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر جېمز ماتیس سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وکړه.
دې همداراز وویل، په سیمه کې د تروریزم پر مسلې د هند او امریکا ترمنځ د نظریووالی مخ په ډېرېدو دی او دواړه هغه کسان غندي چې له ترور څخه د دولتي پالیسۍ د وسیلې په توګه کار اخلي.
د دې اشاره پاکستان ته وه چې د افغان او هندي چارواکو په وینا له تروریزم څخه په افغانستان او هندوستان کې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره کار اخلي.
دې همداراز وویل، دواړه هیوادونه دا مني چې باید هغوی چې له تروریزم څخه د دولتي پالیسۍ په توګه کار اخلي، مسوول وګڼل شي او د تروریزم د ملاتړ بنسآونه باید ویجاړ کړل شي.
اغلې نیرمالا سیتارامان دا هم وویل چې ماتیس ډاډ ورکړ چې له پاکستان سره به د هغه تروریزم په اړه خبرې وکړي چې له دغه هیواده سرچینه اخلي.
د هند دفاع وزیرې نیرمالا سیتارامان له خپل امریکايي ساري جېمز ماتیس سره د دوو هیوادونو ترمنځ پر دوه اړخیز مشارکت او د سیمې په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
مېرمن سیتارامان له جېمز ماتیس سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل«د شاوخوا ګاونډیانو پر وضعیت او د پولو له هغې خوا څخه د واردېدونکي تروریزم د عواملو په اړه موږ ژورې خبرې وکړې. د دغو مسلو په اړه د دواړو هیوادونو په لیدتوګو کې زیات بدلون او یووالی راغلی دی.»
د هند دفاع وزیرې افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو احتمال رد کړ، ویې ویل«موږ دا خبره په زغرده کړې چې د افغانستان پر خاوره به هندي پوځیان خپله پښه کښېنږدي.»
هند ته د امریکا د دفاع وزیر تر رسېدو مخکې هندي رسنیو ویلي و چې د امریکا دفاع وزیر به له هنده وغواړي چې افغانستان ته پوځي ځواکونه استوي.
د هند او نورو هېوادونو پوځي ځواک ته به افغانستان ضرورت ونه لري.
افغانستان دفاعی ځواکونه مدرنو وسلو او مهماتو ، الوتکو او اقتصادی مرستو ته ضرورت لري ، زمونږ ځوان افسران په نظامي رشتو کې وروز ي، د ضرورت په وخت کې زمونږ د مسلحو قواو سرتیري او افسران تداوي او معالجه کړي. په نړیوالو سازمانونو ، دوه اړخیزو غونډو او دیپلوماتیکو محافلو کې د افغانستان ملاتړ وکړي ، دابه له هرڅه مهمه او با ارزشه وي. پرپنجاب هر اړخیز فشار زیات کړي.